Language

حکومتي کاري ډله د بن کنفرانس پر اجنډا د بحث لپاره المان ته ځي

کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د بهرنيو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې به د افغان حکومت کاري ډله چې د بېلابېلو وزارتونو له استازو جوړه ده، د بن کنفرانس پر اجنډا د بحث په موخه المان ته ولاړه شي.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ياده شوې کاري ډله به د افغانستان لپاره د بن په دويم نړيوال کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د کنفرانس پر اجنډا او د هغه سند پر منځپانګې خبرې وکړي، چې ټاکل شوې ده د دې کنفرانس په پاى کې تصويب شي.

 موسى زي وويل، چې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د دې لپاره د سند پر سر خبرې کوي، چې د هغوى ملاتړ ته اړتيا ده.

 د ده د معلوماتو له مخې، د بن په دويم کنفرانس کې به د ولسمشر حامد کرزي  تر مشرۍ لاندې د افغانستان د پلاوي تر څنګ د ٩١ هېوادونو استازي برخه واخلي.  

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لپاره د بن دويم نړيوال کنفرانس د افغانستان تر مشرۍ لاندې د روان زېږديز کال د ديسمبر په پنځمه جوړ شي.

چارواکي وايي، په دې کنفرانس کې به افغانانو ته امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته او اساسي قانون جوړ شو.

افغان حکومت مخکې ويلي و، چې د بن په دويم کنفرانس کې د وسله والو مخالفينو ګډون له هغوى سره د سولې په پروسه کې په پرمختګ پورې تړلى دى؛ خو موسى زي نن وويل، چې د سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ نه دى شوى او له همدې امله به په ياد شوي کنفرانس کې وسله وال مخالفين ګډون ونه لري.

موسى زي په نننۍ خبري ناسته کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د ناټو د هوايي ځواکونو له خوا په هوايي بريد کې د پاکستانيو سرتېرو د وژل کېدو په اړه د افغانستان د حکومت او ايساف ځواکونو ګډه څېړنه روانه ده.

 هغه وويل، چې په دې اړه نور جزئيات به تر پلټنې وروسته د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

 دوه ورځې مخکې، ناټو ځواکونو د ډيورند کرښې ته څېرمه د مومندو ايجنسۍ په سيمه کې د پاکستاني پوځ پر دوو امنيتي پوستو هوايي بريدونه وکړل، چې له امله يې ٢٤ سرتېري ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.

 پاکستان د دې بريد په غبرګون کې د تورخم او چمن لاره د ناټو ځواکونو اکمالاتي موټرو پرمخ بنده کړې او له امريکا يې غوښتي، چې په دوو اونيو کې په پاکستان کې د شمسي په نوم هوايي ډګر هم تخليه کړي.