کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د ماليې وزارت وايي، په راتلونکو درېيو مياشتو کې به ډېر دولتي کارکوونکي وکولاى شي چې خپلې تنخواګانې د ګرځنده ټېلېفون د حوالې سيسټم له لارې تر لاسه کړي.
د امريکا متحده ايالتونو نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) نن د (ام ټي ان) له خصوصي مخابراتي شرکت سره ٩٨٠زره ډالره مرسته وکړه، ترڅو دغه شرکت د ګرځنده ټېلېفونونو له لارې د پيسو د حوالې سيسټم فعال کړي.
په کابل کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت مشر حسن جابر د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې شرکت له (د افغانستان بانک) څخه د دې سيسټم د فعالولو جواز تر لاسه کړى او په پام کې لري، چې د روان کال تر پايه د دې چوپړ د وړاندې کولو په موخه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې زر څانګې پرانېزي.
د جابر په وينا، د دې سيسټم له لارې د ام ټي ان د ګرځنده ټېلېفون کاروونکي کولى شي چې د يوه ځانګړي کوډ له لارې، چې د بانکي حساب حيثيت به لري، پيسې حواله او مقابل راجستر شوى لورى (شخص) يې له يادو شويو څانګو تر لاسه کړي.
د متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې اقتصادي مرستيال ګريګ هويل (Greg Howell) د يادې شوې مرستې په اړه جوړې شوې غونډې کې وويل، د ګرځنده ټېلېفون له لارې د پيسو حواله ځکه موثر اقدام دى، چې د افغانستان شاوخوا ٩٥ سلنه وګړي بانکي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
د ده په وينا، په افغانستان کې د مخابراتي سکټور پرمختګ ته په پام سره د ګرځنده ټېلېفون له لارې د پېسو لېږد د هېواد په مالي سيسټم کې لوى پرمختګ ته لار هواروي.
د ماليې وزارت د خزاينو مشر حاجي محمد اقا هم د دې سيسټم فعالول ګټور اقدام وباله.
ده وويل چې په دې اړه له ام ټي ان سره مخکې يوه هوکړه شوې ده.
دى وايي چې دولت د کارکوونکو تنخواګانې د بانکونو له لارې حواله کوي او بانکونه بيا له ام ټي ان سره تړون کوي، ترڅو د ګرځنده ټېلېفون د حوالې له لارې تنخواګانې ورکړي.
د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال ٤٠٠زره کارکوونکي د نوى کابل بانک، عزيزي بانک، ميوند بانک او باختر بانک له لارې تنخواګانې تر لاسه کوي.
د هغه د څرګندونو له مخې، په راتلونکو درېيو مياشتو کې به بانکونه وکولاى شي چې د ام ټي ان د يادو شويو خدمتونو له لارې دولتي کارکوونکو ته تنخوا ورکړي.
د يادولو وړ ده، چې د (روشن) خصوصي مخابراتي شرکت مخکې د (ام پيسه) په نوم دغه سيستم فعال کړى او د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه شرکت په ازمايښتي ډول د ٣٣٦ پوليسو تنخواګانې له دې لارې حواله کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP