کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د ملي امنيت شورا د هغو سيمو نومونو اعلان کړل، کوم چې ټاکل شوې ده افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې دويم پړاو په کې پلى شي.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د ليندۍ ٦مه) د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، راغلي، چې د دغه پړاو په پلي کېدو سره به د هېواد د وګړو پنځوس سلنه د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې تر پوښښ لاندې راوستل شي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د بلخ، ډايکندي، تخار، سمنګان، کابل او نيمروز ولايتونه به په بشپړه توګه د لېږد پروسې په دويم پړاو کې شامل شي.
په خبرپانه کې راغلي دي، چې د بدخشان ولايت د شهر بزرګ، يفتل سفلي، ارغنج، بهارک، تشکان، کشم او اورګو ولسوالۍ، د بادغيس ولايت د اب کمري ولسوالۍ، د هلمند ولايت د ناوې، نادعلي او مارجې ولسوالۍ، له شينډنډ، اوبې او چشت شريف پرته د هرات ولايت ټولې ولسوالۍ، د لغمان ولايت د قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار ولايت د بهسودو، کوز کونړ، کامه او سره رود ولسوالۍ، له شينواري او سياه ګرد پرته د پروان ولايت ټولې ولسوالۍ، له صياد پرته د سرپل ټولې ولسوالۍ او د ميدان وردګو ولايت د حصه اول بهسود، جلرېز او د بهسود مرکز به د لېږد په دويم پړاو کې شامل واوسي.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د هېواد د ملي امنيت د شورا په غونډه کې، چې نن له غرمې مخکې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه، ترڅو د جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو ښارونه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې په دويم پړاو کې شامل کړاى شي.
د يادونې وړ ده، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د پروسې لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه، له باميانو ولايت څخه پيل او وروسته دغه بهير د پنجشېر او له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل په ولايتونو او همدارنګه د مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزارشريف په ښارونو کې هم ترسره شو.