Language

د هېواد د زونونو د کرکټ کلپونو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

 جلال اباد (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ کلپونو ترمنځ يوه ورځنۍ سيالۍ، نن د ننګرهار ولايت په نړيوال غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل شوې.

 د دې سياليو د پرانېستې په مراسمو کې، د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ سرپرست حيات الله حيات او د ختيځ زون د کرکټ مسوول قرار عزيزي ترڅنګ يو شمېر نورو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

 د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش وايي، چې له دې سياليو څخه يې موخه د افغانستان د کرکټ لپاره نوي استعدادونه رابرسېره کول دي.

 هغه زياتوي، دوى به هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د هېواد په نورو سيمو کې هم دا ډول سيالۍ پر لاره واچوي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې څلوېښت اوريزو يو ورځنيو سياليو کې د ختيځ د سپين غر زون، د  بند امير د مرکزي زون، د بست د سوېل لوېديځ زون، د امو د شمال زون او د مس عينک د سوېل ختيځ زون د کلپونو لوبډلې برخه اخلي.

 هغه زياته کړه چې نن د دې سياليو په لومړۍ ورځ، د سپين غر او بند امير زونونو د کلپونو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې  د بند امير په بريا پاى ته ورسېده.

 د دې لوبې پچه د سپين غر لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله لوبه وکړه؛ دغې لوبډله په ٣٥ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې جوړې کړې او بند امير ته يې د ١٣٢ منډو هدف وټاکه. د سپين غر زون لوبډلې له لوري سليمان دولتزي ٣٣ او عدنان ٢٨ منډې جوړې کړې او د بند امير له لوري همايون څلور او حکمت دوه لوبغاړي وسوځول.

 د بند امير لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په يو دېرشم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

 د بند امير له لوري بابر ځدراڼ ٦٣ او ايمل ٣٣ منډې جوړې کړې. بابر ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.