محمود راقي (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): يو ملکي وګړى د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د اربکي ځواکونو له خوا ووژل شو.
د تګاب د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شاه اقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کس نن (د ليندۍ ٧مه) غرمه د جالوخېلو په کلي کې د قوماندان ميراقا د کسانو له خوا ووژل شو.
د نوموړي په وينا، تراوسه د وژنې لامل معلوم شوى نه دى؛ خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
سرچينې زياته کړه، چې د قوماندان ميراقا کسانو ياد شوي کس چې رحمت الله نومېده، له بازار څخه نيولى او د جالوخېلو کلي ته يې لېږدولى وو.
د وژل شوي کس ورور عبدالواحد پژواک ته وويل: ((زما ورور له چا سره دښمني نه درلوده او له هېڅ ډلې سره يې همکاري نه کوله.))
نوموړي زياته کړه، چې اربکي ځواکونو له کوم لامل پرته د هغه ورور په بازار کې نيولى او د جالوخېلو په کلي کې يې وژلى دى.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې د تګاب د ولسوالۍ خلک د اربکي ځواکونو له چلند څخه سرټکوي او له حکومت څخه غواړي، ترڅو له دا چلند څخه مخنيوى وکړي.
د تګاب د ولسوالۍ يوه قومي مشر معلم عطاء الرحمن پژواک ته وويل: ((اربکيان هرڅه چې وغواړي، ترسره کوي يې او د چا په قصه کې نه دي.))
د نوموړي په وينا، د رحمت الله وژنه چې نن د جالوخېلو په کلي کې ترسره شوه، د اربکيانو بې بندوباري ښيي.
نوموړي همدارنګه له دولتي چارواکو څخه وغوښتل، ترڅو د اربکيانو پر کار او فعاليت جدي کنټرول ولري.
تېره مياشت د وسله والو طالبانو او په تګاب ولسوالۍ کې د اربکيانو په ګډون د افغان ځواکونو ترمنځ د نښنې پر مهال د هاوان د يوې مرمۍ د لګېدلو له امله، يوه نجلۍ ووژل شوه او دوه هلکان ټپيان شول.