Language

درې طالب قوماندانان ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ٧ ليندۍ ٩٠): د هلمند د ملي امنيت رياست په بېلابېلو عملياتو کې د درېيو طالب قوماندانانو د نيولو خبر ورکړ.

د دغه ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه قوماندانان جمعه خان مشهور په سيف الله، ملا عبدالله مشهور په عبدالله او ملا نېك محمد مشهور په قاصد نومېږي.

سرچينې زياته کړه، چې ياد کسان په تېرو څلورو ورځو كې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا د لښكرګاه اړوند د خشكابې په سيمه كې نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوى طالب قوماندان ملاجمعه خان به دولتي مامورينو، ښوونكو او د نورو ادارو کار کوونکو ته د شپې پاڼو او له نورو لارو د مرګ ګواښونه كول او دغه پاڼې هم ترې نيول شوې دي.

سرچينه زياتوي، چې له دغو کسانو څخه يو ميل پيکا، يو ميل ډي پي ماشين، نهه ميله كلاشينكوفونه، يوه پايه د هاوان مسند، د كلاشينكوف دوه زره مرمۍ، ۴۴ لاسي بمونه، ۴ ريموټ كنټرولونه، پنځه ميله تومانچې، دوه ميله راكټ، يو ميل ښكاري ټوپك او يوه پايه مخابره ترلاسه شوي دي.

د هلمند ولايت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوو كسانو د لښکرګاه ښار اړوند په لښكري بازار، خشكابې، د هلمند–كندهار پر لويه لار په بېلابېلو ورانکارو فعاليتونو كې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics