جلال اباد (پژواک ٧ ليندۍ٩٠): د ننګرهار چارواکي او قومي مشران وايي، چمتو دي چې له نړيوالو ځواکونو امنيتي چارې په لاس کې واخلي، خو ترڅنګ يې د پوليسو د تشکيل زياتېدو غوښتنه کوي.
له ايساف څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د چارو د لېږد دويمه پروسه تېره شپه اعلان شوه، چې په کې ١٨ نوې سيمې شاملې شوې دي.
په دغو سيمو کې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار، د کامې، بهسودو، خېوې او سره رود ولسوالۍ هم شاملې دي.
د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نړيوالو ځواکونو څخه د امنيتي چارو د ترلاسه کولو لپاره بشپړ چمتووالى لري.
خو نوموړى وايي، چې په دې پروسه کې له دوو ننګونو سره مخ دي، يو د پوليسو د شمېر کموالى او تورغره ته څېرمه پرتو سيمو کې د ملي اردو د کنډک نه شتون دى.
د يادونې ده، چې سره رود ولسوالۍ له نا امنې ولسوالۍ خوګياڼو سره ګډه پوله لري
د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي پژواک ته وويل، دغه ولسوالۍ د ننگرهار د ټولو ولسواليو په پرتله له ښه امنيتي وضعيت څخه برخمنه ده.
نوموړي زياته کړه، د اړتيا په صورت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا له ځواکونو څخه مرسته غوښتلاى شي.
نوموړي هم د پوليسو د شمېرې له کموالي شکايت وکړ.
د کامې ولسوال عبدالوهاب مومند پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم د واک ترلاسه کولو ته چمتووالى لري، خو د ماماخېلو په سرحدي سيمه کې د ملي اردو او سرحدي پوليسو د پوستو جوړولو غوښتنه کوي.
په ختيځو ولايتونو کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل، چې که د کورنيو چارو وزارت يې تشکيلات ور زيات کړي، چمتو دى سرحدي ولسواليو ته کنډکونه ورکړي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژوا ک اژانس ته وويل، چې د لېږد په دويمه مرحله کې د دوى اداره بشپړ چمتووالى لري، څو د جلال اباد ښار او څلورو ولسواليو امنيتي چارې په لاس کې واخلي.
نوموړي زياته کړه، په دې اړه د ننګرهار والي د ملکي او نظامي ادارو له مشرانو او ولسونو سره سلا مشورې کړې دي.
د هغه په وينا، د لېږد د پروسې له مشرتابه يې يوه فورمه ترلاسه کړې، چې د يادو سيمو اړتياوې او غوښتنې په کې وليکي.
عبدالزي وويل، چې په لومړي سر کې د دوى غوښتنه نظامي تشکيلات پراخول، نظامي تجهيزات او د ملکي کولو د چارو چټکوالى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د ننگرهار والي له اړوند چارواکو سره د پوليسو د شمېر د زياتوالي په اړه خبرې کړې دي.
د ښېوې ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک فضل الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې قومونو امنيت راوستلى او بهرنيو پوځيانو ته هېڅ اړتيا نه لري.
د بهسودو قومي مشر ملک ولايت خان وايي، چې بهرني ځواکونه قوانينو او افغاني دودونو ته احترام نه کوي.
نوموړي زياته کړه: ((امريکايانو په خپلسرو عملياتو در په در کړو، اوس ورته هېڅ اړتيا نه لرو.))
د ولايت خان پر وينا، د بهسود ولسوالۍ ٥٠ پوليس لري، چې هغه هم د ولسوالۍ او قوماندانۍ د ساتنې ترڅنګ د ښار په دوو دروازو ثمرخېلو او بهسودو پله کې دندې ترسره کوي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د سرحدي ولسواليو په څېر دې دوى ته هم قومي کنډک ورکړل شي.
د ننګرهار د يادو سيمو ترڅنګ د لغمان د قرغيو ولسوالۍ هم د لېږد د دويم پړاو په پروسه کې ورګډه کړاى شوې ده.
د قرغيو ولسوال سعدالله بهبود پژواک ته وويل، چې له سروبي تر درونټې د لويې لارې امنيت اوس هم د عامه نظم او لويو لارو د پوليسو او د ٢٠١ سېلاب قول اردو د سرتېرو پر غاړه دى.
نوموړي زياته کړه، چې د لېږد د پروسې له مشرانو يې د پرمختللو نظامي تجهيزاتو غوښتنه کړې ده.
بهبود وويل، چې ولسوالۍ يې د لغمان تر ټولو ولسواليو د ښه امنيتي وضعيت درلودونکې ده.
د قرغيو د پرمختيايي شورا مشر حاجي شاه مرد خان وايي، چې په ولسوالۍ کې يې وسله وال مخالفين شتون نه لري.
نوموړي زياته کړه، د ننګرهار او لغمان ترمنځ له پراته تورغره څخه کله نا کله مخالفين د کابل لويې لارې ته د غلچکي بريدونو په موخه راکوزيږي، خو په دې وروستيو کې د دوى دغه ډول فعاليتونه هم کم شوي دي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار او لغمان له ٢٩ اداري واحدونو څخه به د مسووليتونو د دويم پړاو تر بشپړيدو پورې به د ٧ اداري واحدونو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.