مزارشريف (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د بلخ ولايت د كليو او پراختيا رياست په دغه ولايت كې د تېرو دوو كلونو په ترڅ كې د زرګونو پراختيايي پروژو د پلى كېدو يادونه كوي؛ خو د دغه ولايت د پراختيايي شوراګانو استازي وايي، چې په سيمو كې پراختيايي كارونه د نشت برابر دي.
د بلخ ولايت د كليو او پراختيا رييس عبدالباسط عيني د ليندۍ په ۸مه، له مرستندويه ټولنو او موسسو څخه د مرستې او د راټولونې په موخه په جوړه شوې يوه ورځنۍ غونډه كې وويل، چې د تېرو څو كلونو په ترڅ كې د بلخ ولايت په څوارلسو ولسواليو كې نږدې دوه زره پراختيايي پروژې پلي شوې دي.
نوموړي زياته كړه، چې د يادو شويو پروژو له لارې په لرې پرتو كليو كې پلونه او پولګوټي، استنادي دېوالونه، ژورې او نيمه ژورې څاګانې، د كليو تر منځ د لارو جوړونه او داسې نورې پروژې شاملې دي.
د هغه په وينا، يادو شويو پروژو د كليو د ورځني ژوند په چارو ښه اغېز كړى دى.
خو په ياده شوې غونډه كې د بلخ ولايت د پراختيايي شوراګانو استازو، په دغه ولايت كې د پراختيايي كارونو له ټكنيتوب څخه سر ټكاوه.
د زارع ولسوالۍ د انكشافي شورا غړي اسدالله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د تېرو لسو كلونو په تېرېدو يې سيمه كې داسې كوم بدلون نه دى راغلى، چې د عامو خلكو پر ژوند دې ښه اغېز كړى وي.
نوموړي زياته كړه، چې لا هم په دغې ولسوالۍ كې عام خلكو د اړينو چارو د تر سره كولو پر مهال له ستونزو سره مخ كېږي.
د هغه په وينا، په ياده شوې ولسوالۍ كې ۲۷ ښوونځي دي، چې يواځې پنځه يې ودانۍ لري او په پاتو كې زده كوونكي د خېمو او سړې هوا ته په درس ويلو اړ كړاى شوي دي.
اسدالله وويل چې په ټوله ولسوالۍ كې لس كلينيكونه دي، چې يواځې دوه يې ودانۍ لري او پاتې يې په خېمو كې د درملنې چارې په لږو امكاناتو پر مخ وړي.
نوموړي زياته كړه، ډېرى هغه پروژې چې د تېرو څو كلونو په ترڅ كې په دغې ولسوالۍ كې پلي شوي، د خراب كيفيت له امله له كاره لوېدلې دي.
په داسې حال كې چې د كليو او پراختيا رياست مسوولين د خپلو پروژو په لړ كې د اوبو رسونې د پروژې د پلي كېدو يادونه كوي؛ خو د چمتال ولسوالۍ د پراختيايي شورا استازى په دغې ولسوالۍ كې بنسټيزه ستونزو د څښاك د اوبو كمښت ګڼي.
د يادې شوې شورا رييس امير محمد پژواك ته وويل، چې دمګړۍ هوا سړه او باراني ده؛ خو په تېر اوړي كې د چمتال ولسوالۍ اوسېدونكي د څښاك د اوبو د كمښت له جدي ستونزې سره مخ وو.
نوموړي زياته كړه: ((داسې كلي هم وو، چې يو غړپ پاكو اوبو پسې يې سا ختله.))
د هغه په وينا، كه چېرې دولت په لرې پرتو سيمو كې د پراختيايي پروژو كار په سمه توګه روان نه كړي، نو لرې نه ده، چې د خلكو او دولت تر منځ به واټن لا پسې زيات شي.
خو د كليو او پراختيا رييس عيني وويل، چې ډېرى سيمو كې د خلكو د خپل منځي ستونزو له امله د دغه رياست پروژې په سمه توګه نه دي عملي شوي.
نوموړي د پروژو د ټيټ كيفيت په اړه وويل، چې يادې شوې پروژې د سيمې د خلكو له خوا پلي شوې او دوى تر خپله وسه هڅه كړې ده، چې په لوړ كيفيت پروژې عملي كړاى شي.