ميدان ښار (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د ميدان وردګو ولايت مسوولين وايي، چې وسله والو طالبانو د جغتو ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مرستيال وژلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماخوستن ناوخته د جغتو ولسوالۍ د برغولي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مرستيال معلم عزيزالله يې له کور څخه له ايستو وروسته د تومانچې په ډزو وژلى او بيا يې د سړک تر غاړي اچولى و.
د شاهد په وينا، دغه کس د سيمې د خلکو په يوه موټر کې، چې غوښتل يې روغتون ته يې ورسوي، د زياتې وينې د تلو له امله يې له لاره کې ساه ورکړه.
د والي وياند وويل، چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي دغه وژنه په کلکه وغندله او ويې ويل، چې معلم عزيز د هېواد د سولې او ابادۍ دښمنانو، د پرديو پر لمسون وژلى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې معلم عزيز تل د ولس ستونزې او غوښتنې له حکومت سره شريکولې او د بې وزلو او سېلاب ځپلو لپاره يې مرستې جلبولې.
بلخوا وسله والو طالبانو د معلم عزيزالله د وژنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې معلم عزيزالله د سيمه ييزې شورا مرستيال او د سليمان ښار اوسېدونکى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP