Language

د يوناما پر ماموريت بيا کتنه کېږي

کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) پر ماموريت بيا کتنه کېږي.

 په همدې اړه نن په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال هرف لادسس (Herve ladsous)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د راتلونکي استازي هورست هايتمن (Horst Hitmann) او يو شمېر نور لوړ پوړو افغان او د ملګرو ملتونو چارواکو په ګډون په کابل کې غونډه جوړه شوه.

 د ملګرو ملتونو ياد شوي کسان د هغې کمېتې غړي دي، چې هورست هايتمن يې مشري کوي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د يوناما پر ماموريت د بيا کتنې لپاره ګومارل شوي دي.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول چې د يادې شوې ناستې مشري يې کوله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له تېر لس کلن ماموريت څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې له افغانستان  سره يې د حکومتدارۍ په برخه کې اغېزمن رول لوبولى دى.

 ده وويل چې د افغانستان حکومت د روان کال په پيل کې غوښتنه کړې وه، چې تر ٢٠١٤ کال پورې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې ته  په کتو سره، بايد په افغانستان کې د يوناما پر ماموريت په ټوليزه توګه کتنه وشي.

 د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د يوناما پر کړنو د بيا کتنې غوښتنه د افغانستان د ملي حاکميت د لا ځواکمنتيا، د تېرو لسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو او د بنسټونو د پياوړتيا په موخه شوې ده.

 د بهرنيو چارو وزارت د روان کال د تلې په مياشت کې ويلي و، چې د يوناما د دندو لايحې د بدلون لپاره د افغانستان له خوا وړاندې شوې طرحه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم منلې ده.

 د بهرنيو چارو وزارت هغه مهال ويلي و، چې په دغې لايحه کې د امنيتي مسووليتونو د  لېږد د بهير لپاره د هېواد په کچه په شپږو زونونو کې د يوناما د دفترونو محدودول، په ټاکنو کې د اصلاحاتو په راوستلو کې د يوناما نه لاسوهنه او ځينې نورې غوښتنې شاملې دي.

 ولسمشر حامد کرزي هم  د روان کال د وري په ٢مه، ويلي و، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو يو شمېر موسسې فعاليت کوي، چې افغانستان ترېنه په پوره توګه خبر نه دى او د هغوى د لګښتونو او کړنو څرنګوالي افغان دولت ته د پوښتنې وړ دى.

 د بهرنيو چارو وزير په نننۍ ناسته کې وويل، چې افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې د مرستو له امله ډېر پرمختګ کړى؛ خو لا هم دا هېواد په نړيواله ټولنه کې د خپل موقف د ترلاسه کولو لپاره مرستو ته اړ دى.

 د ده په خبره، افغان حکومت له نړيوالې ټولنې څخه د مسووليتونو لېږد ته چمتووالى لري؛ خو د دې پروسې د برياليتوب لپاره بايد نړيواله ټولنه همکاري وکړي.

 رسول وويل، دا چې افغان حکومت د مسووليتونو د لېږد پروسې په حال کې دى، غواړي په افغانستان کې د يوناما رول هم وڅېړي او باور لري، چې يوناما به تر دې وروسته هم د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

 دى وايي چې له يوناما څخه يې غوښتنه کړې، چې د مسووليتونو د لېږد پروسې، بشري حقونو او نورو انساني مسايلو په برخه کې د دوى مرستې ته اړتيا لري.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال هرف لادسس په افغانستان کې د دې سازمان پر ماموريت بيا کتنه پرځاى کار وباله او ويې ويل، دا کار په يوه حساس وخت کې چې يوه اونۍ وړاندې افغان ځواکونو ته د لېږد دويمه پروسه اعلان شوه، ترسره کېږي.

 هغه وويل چې د ملګرو ملتونو موخه د افغانستان له حکومت او خلکو ملاتړ او د هغوى هيلو او موخو ته د رسېدو لپاره د لارو چارو برابرول دي.

 لادسس وايي، چې دغه سازمان د افغانستان ملي حاکميت ته په احترام سره د مسووليتونو د  لېږد له پروسې ملاتړ کوي او په راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

 ده وويل چې په نننۍ ناسته کې به په عمومي توګه ټولې ادارې وارزول شي او ګډونوال به يې د ښه والي په موخه يوې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلې سپارښتنې وکړي او نظرونه به تبادله کړي.