کلات (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د کلات د ښاروالۍ مسوولين وايي، چې په روان کال کې يې د بيارغونې د پروژو په لړ کې د کلات د زاړه ښاره ډېر شمېر پلې لارې او وړې کوڅې رغولې دي.
د کلات ښاروال جنت ګل وردګ د ليندۍ په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې يې د ښار د رغونې او پاکولو په موخه دغه پروژه پيل کړې ده.
د نوموړي په وينا، په دې توانيدلي، چې تر اوسه د يادې پروژې د چارو په لړ کې د کلات ښار څه باندې ۱۸۰۰۰ متره مکعب پلې لارې او کوڅې په پاخه ډول ورغوي.
جنت ګل وايي، چې له دې پروژې يې هدف بې روزګاره خلکو ته د کار پيدا کول او د ښار رغونه او پاکوالی دی.
نوموړي زياته کړه: ((د دغې پروژې د پلې کولو لپاره له موږ سره د مرکزي اسيا د نړيوالې پراختيايي ادارې (سي اى ډي جي)، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو ايس اى اې ډي) يوه برخه ده، مالي مرسته کړې او دغه پروژه لا ختمه نه ده او دوام لري.))
د کلات ښاروال زياتوي، چې د ښار د پاک ساتلو په موخه يې د (رمپ اپ) په نوم د يوې بلې موسسې په مرسته په ښار کې د کمن په نوم له سيمې څخه، چې مخکې ښاريانو خپل کثافات په کې اچول، ۲۵۰۰۰ متره مربع کثافات ايستلي دي.
نوموړي وويل، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې يې ۵۰ کثافت دانۍ ځای پر ځای کړې دي.
خو جنت ګل وردګ پر يادو پروژو شوى لګښت په ډاګه نه کړ.
د کلات ښاريان که څه هم د ښاروالۍ له خوا ترسره شوي کارونه تر يوه بريده د قناعت وړ بولي، خو زياتوي، چې لا اوس هم زيات کار ته اړتيا شته.
د کلات ښار يوه اوسېدونکي عبدالمتين پژواک اژانس ته وويل، چې اوس هم د کلات ښار يو شمېر سړکونه خام پاتې دي، چې بايد لا پخوا پاخه او جوړ شوي وای.
هغه زياته کړه، دولت نه دی توانيدلی، چې په تېرو لسو کلونو کې د کلات ښار يواځې شپږ سړکونه قير کړي، چې دا د ښاريانو د ناهيلۍ لامل ګرځي.
د ده په خبره، چې يواځې له تېر کال راهيسې دولت او ښاروالۍ د دغه ښار د سړکونو او پلې لارو د پخولو لپاره کار پيل کړی، خو لايې نه دى بشپړ کړى.
د نجيب الله په نوم يو بل تن هم وايي، چې ښاروالۍ بايد خپل فعاليتونه زيات کړي، تر څو له ښاره خاورې او کثافات ورک شي.
نوموړی پژواک اژانس ته وويل، چې نور بايد دولت او مرستندويه ټولنې د خلکو اصلي ستونزو ته پام وکړي او د کلات ښاريان هم بايد هغو اسانتياوو ته لاسرسی ولري، چې د نورو ښارونو اوسېدونکي يې ورته لري.
د کلات ښاروال جنت ګل هم د خلکو دغه ستونزې تر يوه بريده پر ځای بولي، خو وايي، چې د حل لپاره يې د دوى هڅې روانې دي.
د زابل د کلات ښار د کابل–کندهار پر لويه لاره پروت دى، چې خورا ډېر خلک په کې اوسېږي او امنيت يې هم تر ډېره ښه دى.
که څه هم دغه ښار يو له وروسته پاتې ښارونو څخه دى، خو بيا يې هم تر نيمايي زيات سړکونه او پلې لارې پخې شوې او د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د نورو لارو پخولو کار هم روان دى.
په دغه ښار کې يواځې يو پارک شته، هغه هم نوى جوړ شوى، خو ښاريان د نورو پارکونو جوړولو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP