کلات (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د زابل د ښځو چارو د ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولايت کې اوس هم د ښځو پر وړاندې په بېلابېلو برخو کې ګڼې ستونزې شتون لري.
دغه څرګندونې نن د زابل په مرکز کلات کې د ښځو چارو په رياست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه جوړه شوې غونډه کې شوې دي.
د دغه ولایت د ښځو چارو د ریاست سرپرستې فوزيې د لیندۍ په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په روان کال کې تر اوسه د تاوتريخوالي پنځه پېښې له دغه ریاست سره ثبت شوې، چې دا د تېر کال د دې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي.
نوموړې زیاته کړه، یواځې هغه ښځې خپلې ستونزې له دوى سره شریکوي، چې په پوره ډول له خپلو حقونو څخه خبرې وي، خو اکثریت پېښې له دوى سره نه شریکېږي.
د هغې په وينا، دوى نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه په کلات ښار کې یوه غونډه جوړه کړې وه، چې په کې د چارواکو ترڅنګ د کلات ښار او نږدې سیمو شاوخوا ۳۰۰ مېرمنو او نجونو ګډونو کړی وو.
دا وايي، چې تر نننۍ غونډې وړاندې یې د خپلو کارکوونکو په وسیله د شپاړسو ورځو لپاره د کلات ښار په بېلابېلو سیمو کې ښځو ته د هغو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام بشپړ کړ.
د ښځو چارو د ریاست سرپرستې وویل، چې لوړ ولور، بې له خوښې او د ډېر عمر لرونکو ته د ځوانو نجونو ودول، وهل ټکول، هغه عمده ستونزې دي، چې دغه مهال ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي.
د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار، چې غونډې ته يې خبرې کولې، وویل، چې دوى د ښځو د ستونزو د هوارۍ په موخه یو شمېر کارونه کړي، خو د کافي امکاناتو د نشتوالي له امله نه دي توانېدلي، چې د ښځو ټولې ستونزې له منځه یوسي.
هغه زیاته کړه، چې زده کړو او روغتیايي اسانتیاوو ته د ښځو نه لاسرسی هغه لويې ستونزې دي، چې د دغه ولایت د مېرمنو راتلونکې ګواښي.
نوموړی وايي: ((موږ له مخالفینو څخه غوښتنه کوو، چې ښوونځي او کلینکونه د خپلو بریدونو هدف ونه ګرځوي؛ ځکه په دې سره یواځې عامو خلکو او په تېره ښځو ته زیان رسېږي.))
دى زياتوي، چې قومي مشران او دیني عالمان باید په کلیو کې عام خلک د ښځو پر هغو حقونو وپوهوي، چې اسلام او د افغانستان قوانینو هغو ته ورکړي دي.
په زابل ولایت کې په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د زیاتو ستونزو د شتون خبر ورکول کېږي، چې له تېرو نږدې لسو کلونو راهیسې بېلابېلو مرستندویه موسسو په کلات ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د ښځو لپاره د سواد زده کړې، خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او نورو برخو کې ګڼ شمېر پروګرام بشپړ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP