کابل (پژواک ٩ ليندۍ٩٠): د افغانستان بانک نوى مشر وايي، د افغانستان په بانکي نظام او کابل بانک کې رامنځ ته شوې ستونزې د بانکي قوانينو د نه پلي کېدو له امله رامنځ ته شوې وې.
د افغانستان بانک نوى رييس نورالله دلاوري، نن د يوې غونډې په ترڅ کې د دې بانک کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
په دې غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي ستر وزير هدايت امين ارسلا او د يو شمېر نورو لوړ پوړيو حکومتي چارواکو ترڅنګ، په افغانستان کې د خصوصي بانکونو رييسانو هم ګډون درلود.
نورالله دلاوري د روانې مياشتې په ٥مه، وروسته له هغې د افغانستان بانک د مشر په توګه له ولسي جرګې د باور رايه واخيسته، چې د دې بانک پخواني مشر عبدالقدير فطرت شاوخوا څلور مياشتې وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
فطرت د خپلې استعفا دليل، د کابل بانک د قضيې له امله خپل ژوند ته ورپېښ تهديدونه ياد کړي و.
د افغانستان بانک نوي مشر نورالله دلاوري د خپلې دندې په لومړۍ ورځ په خپلو څرګندونو کې د افغانستان په بانکي نظام او په ځانګړې توګه په کابل بانک کې رامنځ ته شوې ستونزې، د بانکي قوانينو د نه پلي کېدو او په يادو شويو قوانينو کې د ځينو شته ستونزو له امله وبللې.
هغه د افغانستان په بانکي قوانينو کې شته ستونزې په ګوته نه کړې؛ خو ويې ويل چې غواړي په دغو قوانينو کې تعديل راولي.
د افغانستان بانک نوي مشر وويل، هڅه کوي چې د کابل بانک ستونزه ژر پاى ته ورسوي او د دې بانک له ترخو تجربو ګټه واخلي.
دلاوري همداراز يادونه وکړه چې په پام کې لري، په افغانستان کې پر خصوصي بانکونو خپله د افغانستان بانک څارنه ډېره کړي او د يادو شويو بانکونو پرمخ شته ستونزو ته هم د حل مناسبه لار پيدا کړي.
نوموړي په افغانستان کې پر مالي نظام د خلکو د باور د پيدا کولو لپاره هم د يو لړ اصلاحاتو د راوستو ژمنه وکړه.
د افغانستان بانک نوي رييس، اسلامي بانکداري د افغانستان لويه اړتيا وبلله او زياته يې کړه، چې د يادې شوې بانکدارۍ د قانون پر جوړولو يې کار پيل کړى او تمه لري، چې ډېر ژر خپل قانوني پړاوونه طى کړي.
د دلاوري په وينا، اوسمهال ټوله نړۍ د مالي نظام په برخه کې له يو ډول ستونزو سره مخ ده او ډېر شمېر هېوادونه په دې باور دي، چې يواځې اسلامي بانکداري کولى شي په مالي نظام کې مصوونيت رامنځ ته کړي.
نوموړي زياته کړه: ((زه نه غواړم يواځې په نوم اسلامي بانکداري رامنځ ته شي، بلکې زه غواړم چې په رښتيني توګه د اسلامي شريعت په رڼا او د قانون په چوکاټ کې دا سيستم عملي شي.))
د ده په خبره، اسلامي بانکداري د کور جوړونې د پروژو د تمويل او د خريدارۍ په برخه کې ګټوره ده.