Language

ميدانښار (پژواک ٩ ليندۍ ٩٠): د ميدان وردګو د چک ولسوال وايي چې ګډو ځواکونو د يوه قوماندان په ګډون څلور وسلوال مخالفين نيولي دي.

د چک ولسوال اسماعيل وفا د ليندۍ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات تېره شپه د افغان او ايساف ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د محمد ابراهيم نظامي په نوم د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له خپلو درېيو ملګرو سره نيول شوى دى.

د ولسوال په وينا، په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړى وايي چې له دوى څخه لاسي بمونه، وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې هم دغه عمليات تاييد شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې نيول شوي طالب قوماندان، کابل ښار ته په ځانمرګو بريدونو کې کارېدونکي واسکټونه، وسلې او موټر لېږدول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.