مزارشريف (پژواك ٩ ليندۍ ٩٠): په بلخ ولايت كې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ۱۲وسلوال مخالفين د سولې پروسې له لارې له دولت سره يو ځاى شول.
په دغه ولايت كې د سولې د عالي شورا مشر حاجي اخترمحمد ابراهيم خېل د ليندۍ په ٩مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې نن د نهرشاهي ولسوالۍ په افغانيه ښارګوټي كې د دولت ۱۲ وسلوال مخالفين دولت ته تسليم شول.
نوموړي زياته كړه، چې د سردار قوماندان په ګډون تسليم شوو كسانو له ځان سره اووه بېلا بېل ډوله وسلې هم دولت ته تسليم كړې دي.
د هغه په وينا، دوى هڅه كوي، چې د يادو شويو كسانو د ژوند د چارو په سمبالښت كې له دوى سره مرسته وكړي.
ابراهيم خېل وويل، چې دولت به هر مياشت قوماندان سردار ته ۱۰زره او پاتې كسانو ته يې پنځه پنځه زره افغانۍ د مرستې په توګه وركوي.
د تسليم شويو كسانو قوماندن سردار پژواك اژانس ته وويل، چې دوى هېڅكله د افغان دولت خلاف كړنه نه ده تر سره كړې.
نوموړي زياته كړه: ((په خداى قسم چې له جنګه مو زړه تور دى، خو دا خارجيان مو په كرار نه پرېږدي.))
د هغه په وينا، ياد شوي ښارګوټي ته به بهرنيان راتلل او د كورونو تلاشي به يې په خپل سر كوله، ښځې، ماشومان او بوډاګان به يې تلاشي كول او كور سامانونه به يې ورته ګډوډ كړل.
سردار وويل، همدې حالت مجبور كړل، چې د بهرنيانو پر ضد وسله پورته كړي.
نوموړي زياته كړه، چې اوس ورته افغان دولت وعده وركړې، چې له دې وروسته به يې هېڅوك كور په خپل سر نه تلاشي كوي.
اخترمحمد ابراهيم خېل وويل، چې د يادو شويو كسانو له تسلمېدو سره په بلخ ولايت كې د تسليم شويو كسانو شمېر ۱۵۰ تنو ته ورسېد.
نوموړي زياته كړه، دوى هڅې كوي چې په نږدې ورځو كې يو شمېر نور مخالفين هم وسلې كېښودو ته وهڅوي.