هرات (پژواک،٩ليندۍ ٩٠): په هرات ولايت کې د يوې کورنۍ اوه غړو په يوه ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو بل يې ټپي شو.
د هرات ولايت د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد نن د ليندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل،تېره شپه يو مسافروړونکي موټر، چې د انجيل ولسوالۍ له نوين کلي څخه د ښار پر لور روان و، له يوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
هغه زياته کړه،چې په دې پېښه کې د مسافروړونکي موټر سپرليو ته چې کره شمېره يې معلومه نه ده ، مرګ ژوبله اوښتې ده.
نېکزاد وويل،چې باروړونکى موټر له سېمې څخه تښتېدلى او قضيه د پوليسو تر څيړنې لاندې ده.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شيرزي پژواک ته وويل: ((په انجيل ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له ځاى څخه روغتون ته د دريو ماشومانو،دوه ميرمنو او دوه ځوانانو په ګډون اوه مړي او يو ټپي راوړل شوي دي.))
هغه زياته کړه،چې قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي او د ټپي شوي تن (چې د يادې کورنۍ د غړو پلار دى) روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.