کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٠): د سياسي چارو يو شمېر پوهان وايي چې د بن کنفرانس اجنډا تراوسه ګونګه ده او پايلې به يې بې اغېزې وي.
ټاکل شوې ده، چې د شاوخوا سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون، د افغانستان په اړه د بن کنفرانس د راتلونکې زېږديزې مياشتې (ډيسمبر) په پنځمه په المان کې جوړ شي.
په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.
د سياسي چارو پوه وحيد مژده نن (د ليندۍ ٩مه) پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر حامد کرزي پخوا ويلي و، چې که د بن په راتلونکي کنفرانس که د افغان حکومت له خوښې پرته بل څوک ګډون وکړي، نو افغان حکومت به په کې ګډون ونه کړي.
د هغه په وينا، اوس د جرمني حکومت په خپله خوښه دغه کنفرانس ته ځينې خلک د مدني ټولنې د فعالينو په نوم بللي دي او افغان حکومت هم په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
نوموړي وويل، چې د بن کنفرانس لپاره د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اجنډا مخالفتونه شته دي او تراوسه د دغه کنفرانس اجنډا ګونګه ده.
مژده زياته کړه: ((امريکا چې هر چېرته دايمي اډې جوړې کړې دي، هلته تجزيه رامنځ ته شوې ده او د بن کنفرانس د افغانستان او سيمې د تجزيې لپاره يو ګام دى او د دې لپاره له ډېر پخوا څخه کار شروع شوى و.))
د هغه په باور، د بن له دويم کنفرانس څخه به وروسته په سيمه او افغانستان کې حالات نور هم خراب شي او د افغانستان تجزيه غوښتونکي د همدې حالاتو لپاره انتظار وباسي.
د سياسي چارو پوه ډاکټر خوشال روهي وايي، چې د بن کنفرانس اجنډا له پيله ګونګه او مرموزه وه، افغان حکومت او د جرمني حکومت د دغه کنفرانس په اړه تراوسه کوم روښانه تصوير خلکو ته نه دى وړاندې کړى.
هغه زياته کړه: ((يو کس د توماس کروتي په نامه باندې چې هېڅ نه پوهېږو، د چا له خوا صلاحيت ورکړل شوى و، په خپل سر يې د مدني ټولنې د فعالينو په نوم يو شمېر محدودې انجيويي کړۍ دغه کنفرانس ته وروبللې.))
د نوموړي په وينا، دا هغه کړۍ دي چې په ځلو ځلو يې نړيوالو ته د افغانستان ناسم تصوير وړاندې کړى او د هېواد ټول واقعيتونه يې برعکس نړۍ ته ښودلي دي.
روهي وويل، چې که د مدني ټولنې د استازو د ټاکنې په څېر د کنفرانس حالات په همدې ډول روان وي، پايلې به يې بې اغېزې وي.
هغه وويل، چې د بن په لومړي کنفرانس کې هم ټولې افغاني خواوې نه وې بلل شوې، چې افغان ملت يې تراوسه ترخې پايلې ګالي او په دې کنفرانس کې هم ورته تېروتنه تکرارېږي.
د سياسي چارو پوه محمد حسن حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې د بن کنفرانس د اجنډا او د مېلمنو د ترکيب پر سر د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې تر منځ اختلاف مخکې هم وو او اوس هم شته.
د هغه په وينا، افغان حکومت مخکې پر دې ټينګار کاوه، چې له طالبانو سره سوله د دې کنفرانس مهمه اجنډا ده؛ خو اوس وايي چې د سولې خبرې د دې کنفرانس اجنډا نه ده.
نوموړي زياته کړه: ((دغه کنفرانس سر له اوسه نيمګړى دى او د اجنډا او د غړو او مېلمنو په ترکيب کې يې ډېرې ستونزې رامنځ ته شوې دي او زما په نظر دا کنفرانس به د افغانستان لپاره ډېره ګټه ونه لري.))
د حقيار په باور، د مدني ټولنې د فعالينو په نوم چې کوم خلک غوښتل شوي دي، دوى د افغانستان د مدني ټولنې استازيتوب نه شي کولاى او په افغانستان کې د جرمني له سفارت سره د شخصي اړيکو پر بنسټ دغه کنفرانس ته بلل شوي دي.
نوموړي وويل: ((له بن کنفرانس څخه مخکې يو څو حاشيوي غونډې هم په نظر کې نيول شوې دي، چې ګډونوال يې هماغه د فدرالي نظام ذهنيت لرونکي دي او غواړي چې د افغانستان اساسي قانون او موجود نظام له منځه يوسي.))
د هغه په وينا، که په دې کنفرانس کې د طالبانو استازي او د افغان ملت رښتيني استازي ونه بلل شي، دغه کنفرانس به له ناکامۍ سره مخ شي.
د سياسي چارو پوه محمد يونس فکور وويل، چې د بن کنفرانس له ډېرو ګډوډيو سره مخ دى او کومه تمه چې مخکې ترې کېده، هغسې ونه شول او اوس به يې پايلې بې اغېزه وي.
د هغه په وينا، د جرمني حکومت د افغانستان د مدني ټولنې او سياسي کړيو په منځ کې زياتې اړيکې او پراخه نفوذ نه لري او د يو څو کسو په فرمايش ځينې خلک دغه کنفرانس دوى بللي دي.
نوموړي زياته کړه: ((د بن کنفرانس ته د مدني ټولنې د فعالينو په نوم د يو څو مشخصو کړيو د خلکو بلل، په افغانستان کې د جرمني باور له منځه وړي او افغانان به له دې وروسته د جرمني سياست ته د شک په سترګه وګوري.))
فکور وايي، چې د افغان حکومت او جرمني حکومت تر منځ د اجنډا پر سر مخالفت، د وسله والو مخالفينو او د پاکستان هېواد نه ګډون په دې کنفرانس کې او همدارنګه د روسيې هېواد له خوا د شرطونو اېښودل، د بن کنفرانس د پايلو په اړه ناهيلي رامنځ ته کړې ده.