جلال اباد (پژواک ٩ ليندۍ ٩٠): په ننګرهار ولايت کې ٣٣ کروندګر د کوکنارو د کر په تور نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندان وياند سرڅارمن حضرت محمد زمري د ليندۍ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي کروندګر له تېرې ورځې راهيسې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې دغه ٣٣ کروندګر په پچير اګام، چپرهار، کوټ، شېرزاد، اچين او خوګياڼو ولسواليو کې نيول شوي دي.
نوموړى وايي، چې په يادو شويو سيمو کې د پوليسو له خوا په ١٨ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار هم اړول شوي دي.
زمري وويل، چې د دې کمپاين پر مهال له کوم مزاحمت سره نه دي مخ شوي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په تېره يوه مياشت کې يې له بېلا بېلو سيمو څخه شاوخوا ٢٠٠ کروندګر په دې تور نيولي دي.
د ننګرهار د څارنوالۍ رييس څارنوال عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې دوى ته د کوکنارو په تور د نيول شويو کروندګرو ٢٠٠ قضيې سپارل شوې دي.
د هغه په وينا، دوى دغه کسان محکمې ته سپارلي او هغوى يې په اړه پرېکړه کوي.
دى وايي چې د يوې بسوې پر سر لس ورځې او په يوه جريب ځمکه د کوکنارو د کر سزا له يوه کال څخه تر درېيو کلونو پورې ده.