Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښار کې د سروزرو بيې لوړې شوې

کابل (پژواک ١٠ لېندۍ ٩٠): په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د سروزرو بيې لوړې شوې، خو د خوراکي او سون توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير د ليندۍ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ګرام عربي سروزرو بيه له٢٢٥٠ افغانيو څخه ٢٣٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سروزرو بيه له١٨٥٠ افغانيو څخه ١٩٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه وويل، د سرو زرو بيې ځکه لوړې تللې؛ چې په نړيوالو بازارونو کې لوړې شوې دي.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د واردونکې ټولنې مشر حاجي فضل الرحمن پژواک ته وويل، چې نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ، د يو پنځه لېتره پيپ سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو اندونيزيايي شين چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

 خو دى زياتوي، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوې پنځوس کيلويى بورۍ پاکستاني لومړي درجه اوړو بيه له ١٠٥٠ څخه ١٠٤٠ افغانيو ته رالوېدلې او د يوې پنځوس کيلويى بورۍ برازيلۍ بورې د عمده خرڅلاو بيه له ٢١٥٠ څخه ٢١٨٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 هغه په کابل ښار کې د اوړو او بورې بيې د لوېدو او د بورې بيې د لوړېدو لامل په بازار کې عرضه او تقاضا وبلله.

 په کابل ښار کې د ځينو خوراکي توکو پرچون بيې د عمده خرڅلاو له بيو سره لږ او د ځينو ډېر توپير لري.

 د کابل ښار د قلعه فتح الله د سيمې يو هټۍ وال محمدحيدر وايي، چې نن يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړي درجه پاکستاني اوړه په پرچون ډول ١٢٢٠ افغانۍ، يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې په ٢٦٥٠ افغانۍ او پنځوس کيلويي برازيلۍ بوره په ٢٤٨٠ افغانۍ پلوري.

 هغه زياته کړه، چې يو پنځه لېتره پيپ سپين غر غوړي په ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٨٠ افغانۍ پلوري.

 دا په داسې حال کې ده، چې په کابل ښار کې د سون توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.

د عبدالحق څلور لارې د تېلو ټانک يوه کارکوونکي شکرالله پژواک ته وويل، چې د تېرې پنجشبې په څېر نن هم يو لېتر پټرول په ٥٩ او ډېزل په ٦٠ افغانۍ پلوري.

په کابل ښار کې د سون د لرګيو په بيه کې هم بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار په قلعچه سيمه کې يوه لرګى پلورونکي فضل احمد پژواک ته وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار پوست لرونکي بيا په ٦٦٠٠ افغانۍ پلوري.

نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د سون ګاز بيې پر خپل حال پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په کابل کې د ګاز د بيو د کمولو په موخه له حيرتان بندر څخه په مناسبه بيه ګاز کابل ته راووړ.

له اختر څخه مخکې په کابل ښار کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ و، خو نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو ګاز په بېلابېلو سيمو کې په پرچون ډول له ٨٠ تر ٩٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د قلعه فتح الله د شپږم سړک يوه ګاز پلورونکي اميد پژواک ته وويل، چې دى يو کيلو ګاز په ٨٠ افغانۍ پلوري.

هغه وويل، چې ستر عمده واردوونکي شرکتونه ګاز نه راوړي او په کابل ښار کې ګاز کم شوى دى.

 دغه راز د کابل ښار د څلورم مکروريانو يو ګاز پلورنکى نويدالله وايي، چې دى يو کيلو ګاز په ٩٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د پل باغ عمومي سيمې د يوه صراف شاهپور د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٨،٣٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٥ افغانۍ پلورل کېږي.

 تېره پنجشنبې يو امريکايي ډالر په ٤٨،٢٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٥ افغانۍ وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.