Language

نهه ملکي وګړي ټپيان شول

کلات (پژواک ١١ ليندۍ٩٠): د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ٩ ملکي وګړي ټپيان شول.

 د شاجوى ولسوال محمد صديق د ليندۍ په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا يوولس بجې په يوه زرنج رېکشه کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله د يادې ولسوالۍ د بازار لوېديځ ته د کابل کندهار پر لويه لار رامنځته شوه.

 ولسوال زياته کړه، چې دوى له تېرو درېيو ورځو راهيسې د يوه ځانمرګي بريد د ترسره کېدو په اړه معلومات درلودل او په همدې موخه يې امنيتي ځواکونو ته د کلکې څارنې امر کړی وو.

 نوموړي وويل، چې د امنيتي ارګانونو د کلکو تدابيرو له امله ځانمرګي بريد کوونکي ونه کولاى شول، چې خپلې موخې ته ورسېږي، له چاودېدونکو توکو ډکه رېکشه يې د ولسوالۍ د بازار لوېديځ لور ته د يوه دوکان مخې ته درولې وه او دى خپله تښتېدلی وو.

 محمدصديق وايي، چې د ځانمرګي له تښتېدو وروسته په زرنج رېکشه کې چاودنه رامنځته شوه او په کې نهه عام وګړي ټپيان شول.

 ولسوال د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.

 د پېښې يوه عيني شاهد خيرمحمد پژواک ته وويل، چې دغه چاودنه ډېره زوروره وه او د نږدې کورونو هيندارې يې ماتې کړې دي.

 نوموړي زياته کړه، چې له چاودنې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوه او ويې ويل: ((ما دوه تنه ملکي وګړي وليدل، چې وينې ترې بهېدې او پوليسو روغتون ته ولېږدول.))

 د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.