Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

انګلستان له افغان پانګوالو سره ٩ ميليونه ډالره بې بدله مرسته کوي

کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): انګلستان له افغان پانګوالو سره په راتلونکو درې کلونو کې ٩ ميليونه امريکايي ډالره بې بدله مرسته کوي .

 دغه پروژه د انګلستان نړيواله پراختيايي اداره (DFID) د افغانستان  د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (ايسا ) سره په همغږۍ پلې کوي.

 د ايسا ادارې مرستيال محمد نسيم اکبر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې مالي سرچينو ته د لاسرسۍ کموالي په افغانستان کې د خصوصي سکتور پر وړاندې له سترو ستونزو څخه دي .

 هغه د انګلستان له خوا د دې بې بدلې مرستې په اړه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې ددې پروګرام له لارې به ډېر پانګوال وکولى شي، چې خپلو پانګونو ته پراختيا ورکړي .

 د انګلستان د نړيوالې پراختيايي ادارې د اړيکو مسوول همايون شهيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې به د بڼوالۍ ، مالدارۍ ، غالۍ اوبدلو ، فرنيچر ، دوا جوړونې او د کانونو په برخه کې له  هغو  پانګوالو سره وشي ، چې په  پانګونو کې  نوښت ولري.

   دده په وينا، ياد شوي پانګوال بايد له اړونده ادارو سره ثبت وي ، د پانګونې لپاره  ښه  طرحه ، کاري وړتيا  او په  پروژو کې ډېرو کسانو  ته کارموندنه هم په پام کې ولري.

 شهيم وويل چې له پانګوالو څخه د طرحو د اخيستو لپاره په کال کې دوه ځله وخت ټاکل کيږي او اعلانيږي. دى وايي چې په شرايطو برابرو  پانګوالو سره د  هغوى دطرحو تر ارزونې وروسته مرسته کيږي.

 د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال او د مشکاني شرکت مشر حاجي فيض الحق مشکاني د انګلستان له خوا د بې بدله مرستې ياد پروګرام په پېل خوښي وښوده .

 هغه وويل ، غواړي چې د کندهار ولايت پانګوال و هڅوي،ترڅو د پانګونې په برخه کې ښې طرحې جوړې او له دې مرستو څخه برخمن شي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.