جلال اباد (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د هېواد د پنځو زونونو د کرکټ کلپونو ترمنځ د يو ورځنۍ کرکټ سياليو په ترڅ کې، نن په لومړۍ نيمه پاى لوبه کې د بند امير لوبډلې سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا سيالۍ د ليندۍ په ۶مه، د ننګرهار ولايت په نړيوال غازي امان الله خان او د مارکو په لوبغالو کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي فريد هوتک د ليندۍ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د دې سياليو په لومړۍ نيمه پاى لوبه کې د سپين غر زون او بند امير زون لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د سپين غرلوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله لوبه وکړه.
د نوموړي په وينا، د سپين غر لوبډلې په ٢٤ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو د ٧٣ منډو هدف وټاکه.
هوتک وايي چې د سپين غر لوبډلې له لوري ضياء الحق ٢٢ منډې جوړې کړې او د بند امير له لوري، مومن څلور او نورالحق دوه لوبغاړي وسوځول.
نوموړي زياته کړه، چې د بند امير لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره به څوارلسم اور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
مومن د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.