Language

د استيناف څارنوالۍ رييس له يوه بريده روغ ووت

جلال اباد ( پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠ ) : د ننګرهار داستنياف څارنوالۍ رييس نن سهار له يوه بريده روغ ووت ، خو څلور ساتونکي يې ټپيان شول.

د استيناف څارنوالۍ رييس څارنوال عبدالقيوم د ليندۍ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار له پچيراګام ولسوالۍ څخه جلال اباد ته ددندې پر لور  روان و، چې د چپرهار ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کې تر وسلوال بريد لاندې راغى.

هغه زياته کړه چې دى له دې بريده روغ ووت ، خو د بريد کوونکو او دده دساتونکو ترمنځ په نښته کې څلور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي چې بريد کوونکي له سيمې څخه تښتېدلي او موټر يې په ساحه کې پاتې شوي دي.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد سلطاني پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې نښته کې يو بريد کوونکى هم ټپي شوى دى.

د هغه په وينا، پوليس سيمې ته رسېدلي او د بريد کوونکو لټه يې پيل کړې ده.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

تېره ورځ هم د همدې ولايت د دُر بابا ولسوال حاجي هميشه ګل د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې له يوې چاودنې روغ ووت ، خو دده ورور چې د ده امنيتي ساتونکى هم و ، په دې چاودنه کې ټپي شو.