لښکرګاه ( پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠ ) : د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې ځايي چارواکي وايي چې دايساف په عملياتو کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند دامنيه قوماندانۍ د کشف آمر سمونوال عبدالکريم د ليندۍ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ناد علي ولسوالۍ په ۳۱ غربي سيمه كې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ايساف ځواکونو له خوا په ترسره شويو عملياتو کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو دا يې ونه ويل چې دا کسان څوک وو.
د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن عمر جان وايي چې بهرنيو ځواكونو پر يوه كور چاپه وهلې ، چې په ترڅ كې يې دوه وسلوال طالبان له ځان سره بيولي او درې تنه نور وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دا لا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې ، چې وژل شوي كسان هم وسلوال طالبان و او كه عام وكړي دي.
خو دسيمې اوسېدونکي بيا وايي چې د ايساف په دې عملياتو کې يو کروندګر له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى دى.
د خليل په نامه د سيمې يوتن اوسېدونکي وويل چې د بهرنيو ځواکونو په دې عملياتو کې يوه ښځه ټپي شوې او دوه نور يې ژوندي بيولي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې ځواکونو يې تېره شپه په نادعلي ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کول، چې په يوه کور کې يې د تالاشۍ پر مهال يوه ډله وسلوال کسان وليدل.
سرچينې زياته کړه چې دوى پرې هوايي ډزې وکړې، خو هغوى ونه خوځېدل او سرتېرو ته يې ګواښ رامنځته کړى و.
ايساف وايي چې ځواکونو يې پرې ډزې وکړې، چې له امله يې درې وسلوال مخالفين ووژل شول او دوه يې ژوندي نيول شوي دي .
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.