Language

کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠) : په ميدان وردګو کې ديوې ترافيکي پېښې له امله د څلور ښځو په ګډون اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد نن د (ليندۍ په ١٠مه) پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د سيداباد ولسوالۍ په سالارو سيمه کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يوه ښځه مړه شوې ، څلور نارينه او درې مېرمنې ټپيانې شوې دي.

نوموړي وويل، چې له غزني ولايت څخه کابل ته د تلونکي موټر او له کابل څخه غزني ته د تلونکي موټر تر منځ د ګړندي تګ له امله ټکر رامنځ ته شو، چې په اړه يې څېړنې روانې دي.

شاهد زياته کړه، چې د پېښې ټپيان يې دا مهال د ميدان ښار ملکي روغتون ته لېږدولي دي.

د والي د وياند په وينا، په ټپيانو کې د يوې ښځې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د نورو ټپيانو حالت ښه دى.

د يادونې ده، چې د کابل – کندهار پر لويه لاره زياتره ترافيکي پېښې رامنځ ته کيږي، چې چارواکي او خلک يې لامل د موټر چلوونکو ګړندۍ تګ او د سړک تنګوالى په ګوته کوي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.