بُن(پژواک ١۲ ليندۍ ٩٠): په اروپا کې ميشت افغانان وايي چې که څه هم د بن کنفرانس پايلو ته ډېر هيله من نه دي، خو له ګډونوالو يې غواړي چې په افغانستان کې د سولې پرمخ د پرتو خنډونو په ليرې کولو کې عملي ګامونه واخلي.
ټاکل شوې ده چې د روانې مياشتې په ٥ مه، د شاوخوا ١٠٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازيو په ګډون په بن کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي.
په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.
يويشتمه پيړۍ، افغانستان او له بن کنفرانس څخه افغانانو هيلې هغه يو ورځنۍ علمي سيمينار وو چې په ترڅ کې يې په اروپا کې میشتو افغانانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې دسولې پرمخ د پرتو خنډونو په ليرې کولو کې عملي ګامونه واخلي.
دغه علمي سيمينار د کولتوري ودې د ټولنې په نوښت د جرمني په کولن ښار کې جوړ شوی وو، چې په اروپا کې سلګونو افغان فرهنګپالو پکې ګډون کړی وو.
خو د سيمينار ځينې ګډونوال د افغانستان په اړه په بن کې د جوړيدونکي کنفرانس له پايلو ناهيلي ښکارېدل.
د سيمينار د يوه ګډونوال ډاکټر عبدالرازق وويل چې د افغانستان په اړه د بن د لومړي کنفرانس پرېکړې هسې چې لازمه وه عملي نشول او د افغانستان ستونزې لاهم هماغسې پرځاى پاتې دي.
د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته او اساسي قانون جوړ شو.
عبدالرزاق وايي چې بن کنفرانس ته بايد هغه کسان نه واى راغوښتل شوي چې يواځې پر خپلو شخصي ګټو فکر کوي او په باور يې د بن په لومړي کنفرانس کې پرافغانانو په زوره تپل شوي وو .
د سيمينار يوه بل ګډونوال اسدالله هلالي بيا وايي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو خپلسرو عملياتو ته په کتو سره چې بې ګناه ملکي افغانان پکې وژل کيږي او لاهم دوام لري نشي کولى د بن د کنفرانس پايلو ته هيله من وي.
ده وويل چې افغانان له بن کنفرانس څخه يواځې په خپل هېواد کې امنيت غواړي، خو وايي چې د تېرو کلونو تجربو ته په کتو سره دې هيلې ته رسېدل ډېر ګران ښکاري.
هلالي زياته کړ: ((د نظام په ددنه کې د افغانانو د وژنې لپاره خلک لمسول کېږي چې په بشری پرګنو کې یې ډار او وحشت اچولی دی خو نړيواله ټولنه په دې برخه کې هيڅ هم نه کوي.))
له ناروی څخه راغلي طارق بزګر هم سيمينار ته په خپله وينا کې د لومړي بن کنفرانس نیمګړتیاوو ته ګوته ونيوه .
ده وويل چې د بن لومړی کنفرانس د افغانستان په نوم جوړ شوی وو خو په باور يې تېرو لسو کالو وښوده چې، هغه د افغانستان لپاره نه وو جوړ شوی او يواځې پکې د ګاونډیو هېوادونو نفوذ يقيني شوی وو.
په پاى کې د سيمينار ګډونوالو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.
په پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په دې کنفرانس کې د لومړي کنفرانس تېروتنې تکرار نه کړي او په افغانستان کې د جنګسالارانو اغيز پای ته ورسوي.
د سيمينار ګډونوالو همداراز په پرېکړه ليک کې وړانديز کړی، چې د۲۰۱۴ زيږدیز کال کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره سم دی ، افغاني ځواکونه له حزبي او تنظیمی دريځ نيونې وژغوري، ترڅو د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي: ((د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره دې اقتصادي چاری داسې تنظیم شی چې، افغانستان خپلې اړتياوې په خپله پوره کړي او داسې حالت رامنځته نه شي چې ،هيواد بيا د بي ثباتی په لور روان شي.))
پرېکړه ليک په دافغانستان د مرکزي حکومت د پياوړتيا لپاره له دولت سره د موازي ادارو د لمنځه وړلو غوښتنه هم کړې ده.
په پرېکړه ليک کې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د ګاونډيو هېوادونو له لاسوهنې اندېښنه ښودلې خو له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې ددغو لاسوهنو د مخنیوی لپاره د نړيوال تضمین يو ميکانيزم رامنځته شي.
بل خوا د بن کنفرانس په درشل کې د افغانستان د مدني ټولنې ۳۴ استازي هم د دسمبر په دويمه او درېيمه نيټه غونډه لري چې د افغان ښځو د شبکې ۱۰ غړي به هم پکې ګډون وکړي.