محمود راقي (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): د کاپيسا والي وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې له نامعلوم لوري څخه په شوي بريد کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
والي جنرال محراب الدين ساپي د ليندۍ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر د تګاب ولسوالۍ د هيبت خېلو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ده ته راپور ورکړل شوى، چې په سيمه کې له نامعلوم لوري څخه په ترسره شوي بريد کې څو مرمۍ پر يوه کور لګېدلې دي.
والي وويل چې په دې پېښه کې شپږ عام وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي او په دې پېښه کې يې د ايساف لاس لرل رد کړل.
د ايساف مطبوعاتي دفتر هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تګاب کې د پېښې راپور ور رسېدلى دى، خو وايي چې د حقيقت موندنې لپاره يې تحقيقات پيل کړي دي چې تر پلټنې وروسته به يې په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي.
خو د کاپيسا د ولايتي شورا يوه غړي نجيب الله رحيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د تګاب په هيبت خېلو سيمه کې يو حاجي دوه ورځې مخکې له حج څخه راغلی و، چې د هغه مراسمو له پاره خلک په ياده شوې سيمه کې را ټول شوي وو.
هغه زياتوي چې نن له غرمې وروسته، د ملي اردو له يوه کمپ څخه چې په کې بهرني سرتېري هم مېشت دي، پر دغه کور ډزې شوې چې له امله يې ياد شوى حاجي، د کورنۍ له دوو غړو او دوو مېلمنو سره وژل شوى او څلور ملکي وګړي ټپيان دي.
د تګاب د بدراب د سيمې اوسېدونکي حاجي لال ګل د دې پېښې په اړه پژواک ته داسې وويل: ((مازيګر ته نږدې د غټو مرميو ډزې په هيبت خېلو سيمه کې ولګېدې، چې د شاوخوا خلک سره تيت او پرک شول، وروسته معلومه شوه، چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))
د دې سيمې د يوه بل اوسېدونکي معلم فيروز په وينا، اوس مهال بهرني پوځونه او اردو پر مشکوکو کسانو باندې ډزې کوي، چې دوه اونۍ وړاندې يې دوه طالبان د احمدزيو په سيمه کې هم له کمپ څخه وويشتل.
دی وايي چې دولت او بهرني ځواکونه بايد له دقت څخه کار واخلي، څو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.