مزارشريف (پژواك ١٢ ليندۍ ٩٠): په بلخ ولايت كې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ۱۲وسله وال مخالفين د سولې پروسې له لارې له دولت سره يو ځاى شول.
په دغه ولايت كې د سولې د عالي شورا مشر حاجي اختر محمد ابراهيم خېل د ليندۍ په ۱۲مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې نن د چمتال ولسوالۍ د البرز سيمې د دولت ۱۰ وسله وال مخالفين دولت ته تسليم شول.
نوموړي زياته كړه، د قوماندان نصرالله په ګډون تسليم شوو كسانو له ځان سره لس ميله بېلا بېل ډوله وسلې هم دولت ته تسليم كړې.
د هغه په وينا، دوى هڅه كوي، چې د يادو شوو كسانو د ژوند د چارو په سمبالښت كې له دوى سره مرسته وكړي.
د تسليم شوو كسانو قوماندان نصرالله پژواك ته وويل، چې دوى دوكه شوي وو، ځكه يې د دولت خلاف وسله پورته كړې وه.
نوموړي زياته كړه: ((موږ لومړى پام كاوه، چې دا به هم د تېر جهاد په څېر جګړه وي؛ خو چې ورګډو شو؛ نو معلومه شوه، چې دلته نورې كيسې دي.))
د هغه په وينا، روانه جګړه په ټوله كې د افغانستان او افغانانو په خلاف ده او دوى هېڅكله نه غواړي، چې د خپلو خلكو په خلاف جګړه وكړي.
خو نصرالله له دولت څخه هيله وكړه، چې د سر د ضمانت تر څنګ يې د روزګار د سمون لپاره هم هڅې وكړي.
نوموړي زياته كړه، ده ليدل چې د وسله وال مخالفينو په ليكو كې ډېرى ځوانان د بې روزګارۍ له امله مجبور شوي وو، چې پر دې غلطه لاره ګام واخلي.
د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا مشر ابراهيم خېل وويل، دوى هڅه كوي چې د ژوند د چارو په سمون كې هم تسليم شوو كسانو سره مرسته وكړي.
نوموړي زياته كړه، چې دولت هر تسليم شوي قوماندان ته لس زره او هر كس ته يې د مياشتې پنځه زره افغانۍ د مرستې په توګه وركوي.
دوه ورځې وړاندې هم، په بلخ ولايت كې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۲ وسله وال مخالفين د سولې د پروسې له لارې له دولت سره يو ځاى شوي وو.
د يادو شويو كسانو له تسلمېدو سره، په بلخ ولايت كې د تسليم شوو كسانو شمېر څه كم ۲۰۰ تنو ته ورسېد.