Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): د ملي اردو ځواکونه وايي چې په لغمان ولايت کې د خنجر په نوم ترسره شوو عملياتو کې د يو شمېر پاکستانيانو په ګډون يې ١٣ وسله وال مخالفين وژلي دي.

په ختيځو ولايتونو کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا د دويم کنډک قوماندان شاه عالم د ليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات وړمه شپه، د قرغيو ولسوالۍ د تور غره په سيمه کې له بهرنيو ځواکونو سره په ګډه پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، له يادو شويو کسانو څخه ١٣ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې په وژل شوو کسانو کې دوه افغانان او پاتې نور يې بهرنيان، چې ډېرى يې پاکستانيان دي.

د ده په وينا، په جګړه دوه تنه ټپيان بهرنيو ځواکونو له ځان سره وړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادو شويو کسانو څخه اته کلاشينکوفونه، دوه پيکا، دوه راکټ او د بي ام يو دوه فيره مرمۍ هم تر لاسه شوې دي.

د يادو شوو کسانو مړي د قرغيو ولسوالۍ د قومي شورا د مشر شامرد او د لغمان ولايت د ولايتي شورا د مشر قاري ميرحسن تره خېل په وسيله خپلو کورنيو ته ورکړل شول.

خو وسله والو طالبانو د دې عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.