مزارشريف (پژواك ١٣ ليندۍ ٩٠): په کابل کې د سويډن سفير وايي، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به يې هېواد له افغانستان سره په خپلو مرستو کې ٢٠ سلنه زياتوالى راولي.
دغه څرګندونې په افغانستان كې د سويډن سفير د ليندۍ په ۱۳مه په مزارشريف كې د شمال زون د ايساف د بيارغونې ډلې (PRT) د قوماندان د بدلېدو له مراسمو وروسته په يوه خبري ناسته كې ته وكړې.
نن د شمال زون د څلورو ولايتونو سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل لپاره د ايساف د بيارغونې ډلې قوماندان ډګروال ريكارډ جوهنسن RICKARD GOHANSSON خپله دنده له اوو مياشتو کار کولو وروسته ډګروال اندرس لوفبرګ ANDERS LOFBERG ته د يو لړ مراسمو په ترڅ كې پرېښوده.
په دغو مراسمو كې، چې د افغانستان لپاره د سويډن سفير هنريك لاندر هولم HENRIK LANDERHOLM هم برخه اخيستې وه، خبريالانو ته وويل، چې كه چېرې افغان دولت وغواړي، نو دوى هيله لري، چې له افغانانو سره د مرستې په موخه د راتلونكو لس پنځلس كلونو لپاره په افغانستان كې پاتې شي.
نوموړي زياته كړه: ((كه چېرې د افغان دولت خوښه وي؛ نو موږ هيله لرو، چې خپل ۲۰۰ كسان د مشاورينو په توګه له افغانانو سره پرېږدو.))
د هغه په وينا، هېواد يې هڅه كوي، چې له دې وروسته له افغانستان سره په خپلو مرستو كې زياتوالى راولي.
لاندر هولم وويل، چې دوى له افغانستان سره هر كال ۵۲ ميليون يورو مرسته كوي، خو تر ۲۰۱۴كال پورې به په دغو مرستو كې ۲۰سلنه نور زياتوالى هم راشي.
نوموړي زياته كړه، چې د يادو مرستو ۳۰سلنه به د شمال په هغو څلورو ولايتونو كې ولګول شي، چې دوى مسووليت په کې لري.
د هغه په وينا، دا مرستې به د پراختيايي چارو ترڅنګ د سيمه ييزې حكومتدارۍ او د افغان ځواكونو د پياوړتيا په موخه ولګېږي.
سفير په ډاګه كړه، چې د راتلونكي كال تر وروستيو به د سويډني سرتېرو په شمېر کې کموالى راشي.
د خبرې غونډې پر مهال په شمال كې د پي ار ټي پخواني قوماندان ډګروال ريكارډ جوهنسن د خپلې دندې په وروستۍ ورځ له خبريالانو سره د خبرو په ترڅ كې د امنيت د لېږد پروسه افغاني پروسه وګڼله او د برياليتوب هيله مندي يې ښكاره كړه.
نوموړي زياته كړه، چې د تېر په پرتله د افغان ځواكونو ظرفيت لوړ شوى او د دې وړتيا لري، چې خپلې سيمه په ښه توګه سمبالې كړي.
د هغه په وينا، دوى به په هغو سيمو كې، چې امنيت يې په دويم پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، خپلو چارو ته بدلون وركوي.
د امنيت د لېږد په دويم پړاو کې، چې دوه ورځې وړاندې له پروان څخه پيل شو، بلخ، دايکنډي، تخار، سمنګان، کابل او نيمروز ولايتونه او په ښارونو کې جلال اباد، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني، ميدان ښار او قلعۀ نو شامل دي.
د امنيتي لېږد په دويم پړاو كې د بدخشان ولايت شهر بزرګ، يفتل، سفلي، ارغنچخواه، بهارک، تيشکان و کشم، د بادغيس ابکمري ولسوالۍ، د هلمند نادعلي او مارجه ولسوالۍ، له شينډنډ ولسوالۍ پرته د هرات ټولې ولسوالۍ شاملې دي.
ډګروال ريكارډ وويل، د امنيت د لېږد له بشپړېدو وروسته به په هغو سيمو کې، چې دوى په کې مسووليت لري، د پوځي چارو ترڅنګ د افغان ځواکونو پياوړتيا او پراختيايي چارو ته مخ اړوي.
نوموړي زياته كړه، چې په شمال زون كې د ملي اردو او ملي پوليسو تر منځ ډېره ښه همغږي شتون لري، چې دا د امنيت د لېږد د پروسې لپاره يوه ډېره مهمه خبره ده.
د هغه په وينا، د ډاډمن امنيت لپاره د پراختيايي كارونو له لارې د خلكو د اړتياوو پوره كېدل ډېر اړين او دوى هڅه كوي، چې همدې برخې ته له دې وروسته ډېر پام وكړي.
د پي ار ټي نوي قوماندان ډګروال اندرس لوفبرګ ANDERS LOFBERG خبري ناستې ته د خپلې وينا په ترڅ كې وويل، دى به هم هڅه وکړي، چې د تېر په پرتله له افغان ځواكونو سره په پوره همغږۍ له افغانانو سره د مرستې چارې پر مخ بوځي.