بن (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠ ) : د جرمني په بن ښار کې زرګونو کسانو په افغانستان کې د جګړې پر ضد لاريون وکړاو د خپلو فوځونو د ویستلوغوښتنه يې وکړه.
جرمني په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې پنځه زره سرتېري لري ، چې دافغانستان په شمال کې مېشت دي او تر اوسه يې شاوخوا ٥٥ سرتېري وژل شوي دي.
دغه لاريون، چې نن دليندۍ په ١٢مه، د جرمني په وخت له غرمې مخکې ۱۱ بجې پیل شو دغرمې تر درېو بجو يې دوام وکړ او د المان کیڼ اړخي ګوند ترڅنګ د جګړې ضد یو شېر ټولنو له خوا په لاره اچول شوی وو.
د جګړې ضد د مسيحيانو د ټولنې پاکس کرسټي مشري کرسټين هوفمان لاريون کوونکو ته د وينا پر وخت وويل چې، که جګړه نوره وغځيږي نو تر ټولو زيات زيان به يې عامو افغانانو ته ورسيږي.
هغې زياته کړه : ((د بن کنفرانس اصلي موخه په افغانستان کې د جګړې لا اوږدول دي.))
د لاريون په لاره اچوونکي ادعا کوله چې څلور نيم زرو کسانو ددې شعار لاندي چې« دوی د سولې خبرې کوي خو په جنګ بوخت دي» په کې ګډون کړی وو.
د نوربرت ګلورايش په نوم د کیڼ اړخي ګوند یوه لاریون کوونکې پژواک خبري اژانس ته وويل ، لس کاله چې افغانستان کې الماني ځواکونه ميشت دي ، هلته هيڅ بدلونه نه دی راغلی او نور بايد د افغانستان د ستونزې حل خپله افغانانو ته پرېښودل شي.
۵۷ کلن ،تيس ګلايیز وويل چې د جګړې مخالف دی د همدې امله يې په لاريون کې ګډون کړی دی.
هغه زياته کړه چې جګړه د حل لاره نه ده او په عاجله توګه نور د جګړې ختمول ضروري دی ، پر ځای بايد د افغانستان لپاره مشخص ټولنيز او اقتصادي پلان جوړ او پلی شي چې نور افغانان د ارامۍ ساه واخلي.
په دغه لاریون کې د جرمني ميشتو افغاني ټولنو او عامو افغانانو هم برخه اخیستی وه.
د (نهضت اینده افغانستان) په نوم د يو سياسي سازمان غړې احمد ضيا صديقي وويل چې دې لاريون کې د المانانو تر څنګ هغو افغانانو هم برخه اخيستې چې افغانستان کې سوله غواړي.
ده وويل :(( نن موږ د جګړې ، افراطيت او بنسټ پالنې پرضد خپله کرکه ښيو او خشونت رټو.))
دی ،د ناټو ځواکونو ته په اخطاريه شکل وایی چې هغه ورانۍ يې چې په تېرو لسو کالو کې رامنځته کړی ، د هغې بايد خساره ورکړي.
په جرمني کې اوسېدونکي يوتن افغان امر الله خروټي، چې همدې لاريون ته د جرمني میشت د افغانستان د سولې او ازادۍ کميسیون په غوښتنه د ایسن ښار څخه د لسو تنو سره راغلى وو، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ،بهرني ځواکونو بايد له افغانستان نه ووځي او د افغانستان ناراضه ډلې په حکومت کې شاملې کړي.
د ملال په نامه یو افغانه چې د شلو کالو را هیسې په جرمني کې اوسېږي او د مونسته له ښاره په افغانستان کې د جګړې د پاې ته رسیدو د غږ پورته کولو لپاره په لاريون کې د ګډون لپاره راغلي وه.
هغې وويل: (( نور بايد د جګړې پرځای ،افغانستان کې د سولې لپاره کار وشي او دموکراسي او د خلکو حقونه خوندي شي.))
دې لاریون ته د کیڼ اړخي ګوند له خوا د ولسي جرګې له تير دور څخه ويستل شوی غړي ملالۍ جویا هم راغوښتل شوې وه .
دې لاريون کوونکيو ته په خپله وينا کې وويل هر څومره زر چې کېږي بهرني ځواکونه بايد له افغانستان ووځي ځکه تر هغه چې هلته بهرني ځواکونه وي ، جګړه به دوام لری .
د لاريون په پای کې د لاریون کوونکو له خوا يوه اعلاميه رسنيو ته وسپارله شوه، چې په کې په افغانستان کې د سمدلاسه جګړې درول، د افغانانو تر منځ د حقيقي سولي د خبرو اترو د پيل او د ټولو بهرنيو ځواکونو د را ايستلو غوښتنه شوې ده .
د روان زېږديز کال ددسمبر مياشتې په ۵مه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ يږي ، چې په کې شاوخوا د سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.
د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته او اساسي قانون جوړ شو.