بُن (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د المان لومړۍ وزيرې د افغانستان لپاره جوړ شوي بُن نړيوال کنفرانس کې وويل، چې نړيواله ټولنه به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره په خپلو مرستو ژمنه پاتې شي.
د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون پيل شو.
دغه يو ورځنى کنفرانس چې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړ شوى، په کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پر روغې جوړې خبرې وشي.
د المان لومړۍ وزيرې انګلا ميرکل دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د لسو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان روښانه بدلونونه ليدل کېږي.
هغې زياته کړه، چې د طالبانو په وخت کې حکومتي جوړښتونه له منځه تللي وو، د ښوونځيو دروازې تړل شوې وې او دغه هېواد له سخت حالت سره مخ و.
ميرکل په ډاګه کړه: ((موږ په افغانستان کې دوه موخې تعقيبوو، لومړى دا چې افغانستان يو باثباته هېواد شي او دويم دا چې افغانانو سره مرسته وکړو، ترڅو هغوى له خپل ځان سره مرسته وکړاى شي.))
خو د نوموړې په وينا، د افغانستان شرايط د ټولو لپاره د قناعت وړ نه دي او لا هم ډېرې ستونزې شته.
هغې زياته کړه، چې له امنيت پرته افغانستان نه شي جوړېداى، نو ځکه بايد د امنيت د راوستلو لپاره ډېرې هڅې وشي.
د المان لومړۍ وزيرې وويل: ((په افغانستان کې د لېږد بهير زموږ د کار د ختمېدو په معنا نه ده، موږ به د ټاکل شويو موخو د پوره کولو لپاره افغانستان کې کار وکړو او په دغه بهير کې بايد د افغان امنيتي ځواکونو زده کړې ته ځانګړې پاملرنه وشي.))
نوموړې دغه راز وويل، چې المان د افغانستان پوليسو ته زده کړې ورکوي او دغه لړۍ به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم دوام وکړي.
د انګلا ميرکل په وينا، دا د دوى مسووليت دى چې د افغانستان د اقتصاد د پياوړي کولو لپاره هم کار وکړي؛ د افغانستان د کانونو او صنايعو وزارت د المان په هڅو سره د دغه هېواد پر کانونو کار پيل کړى او د هغې د ايستلو لپاره هڅې کوي.
د المان لومړۍ وزيرې د خپلو خبرو په پاى کې وويل چې هغه هيله لري، افغانستان يو باثباته هېواد شي او خلک يې د نړيوالې ټولنې پر همکاريو باور وکړي.
د ويلو ده چې المان د ايساف په چوکاټ کې له پنځو زرو څخه زيات سرتېري لري، چې د هېواد په شمال کې مېشت دي.
له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د دې هېواد ٥٥ سرتېرو، خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د بُن به ننني کنفرانس کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د طالبانو تر نسکورېدو وروسته، افغانستان او نننى افغانستان په بشپړه توګه توپير لري او هر څوک چې افغانستان ته ولاړ شي، نو دغه حقيقت به ورته ثابت شي.
هغه دغه راز په تېرو لسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده، چې ناټو په افغانستان کې د امنيت په راوستو او د امنيتي ځواکونو په پياوړي کولو کې مرسته وکړي او د راتلونکو لسو کلونو لپاره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ډاکټر رسول وويل: ((د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير دوام لري او د افغانستان د شاوخوا پنځوس سلنه سيمو امنيتي مسووليت د افغان ځواکونو په غاړه دى.))