بن (پژواک ١٤ ليندۍ٩٠): د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون پيل شو.
دغه يو ورځنى کنفرانس د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نن د کابل پر وخت له غرمې وروسته په يوه بجه او ٣٥ دقيقو پيل شو او د شپې پر نهه نيمو به پاى ته ورسيږي.
په دغه کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پر روغې جوړې خبرې وشي.
د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې جوړ شو، چې له مخې يې په افغانستان کې لنډمهاله او انتقالي حکومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو.
د افغانستان په اړه د بن په لومړي کنفرانس کې د بېلابېلو افغاني ډلو ترڅنگ د ډېرو نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو هم ګډون وکړ او مشري ېې د ملگرو ملتونو سازمان کوله.
د بن له لومړي کنفرانس وروسته د افغانستان په اړه په توکيو، برلين، روم، پاريس، هاګ، کابل، استانبول او دوه ځلې په لندن کې نړيوال کنفرانسونه جوړ شوي دي.
د توکيو کنفرانس په ٢٠٠٢، د برلين کنفرانس په ٢٠٠٤، د لندن لومړى کنفرانس په ٢٠٠٦، د روم کنفرانس په ٢٠٠٧، د پاريس کنفرانس په ٢٠٠٨، د هاګ کنفرانس په ٢٠٠٩، د لندن دويم کنفرانس په ٢٠١٠، د کابل کنفرانس هم په ٢٠١٠ او د استانبول کنفرانس د روان کال په نومبر مياشت کې جوړ شو.
د توکيو، برلين، روم، پاريس او د لندن په دوو کنفرانسونو کې نړيوالې ټولنې په ټوليزه توګه له افغانستان سره د څه باندې ٨٨ مليارد ډالرو مرستې اعلان کړې.
د ٢٠٠٩ ميلادي کال کې په هاګ کنفرانس کې د افغانستان وضعيت وڅېړل شو.
په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د کابل په نړيوال کنفرانس کې افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو پر لېږد او د کانونو د استخراج په گډون پر ځينو اقتصادي پروژو خبرې وشوې.
د استانبول په کنفرانس کې وپتېيل شوه، چې په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره د هېوادونو پر هڅو د څار ميکانيزم رامنځته شي.
په دغه کنفرانس کې پرېکړه وشوه، چې د استانبول کنفرانس د يوې پروسې په توګه وڅارل شي.