Language

د زابل سږني کرنيز حاصلات دېرش سلنه کم شوي

کلات (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د زابل ولایت یو شمېر ځمکوال او بزګران وايي، چې په روان کال کې وچکالیو، ناروغیو او نورو طبيعي افتونو د تېر کال په پرتله د دوى حاصلات کم کړي او له امله يې له اقتصادي ستونزې سره مخ دي.

د زابل د کرنې ریاست مسوولین هم وايي، چې سږ کال د دغه ولايت کروندګرو خپل ډېر حاصلات له لاسه ورکړي او دوى په دې برخه هم ورسره تر خپله وسه مرسته کړې ده.

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ د سدوخان کلا کلي یو بزګر حمیدالله وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې د بادامو باغونه د کال په لومړیو کې یخ ووهل.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغې غرنۍ ولسوالۍ ډېرى خلک د بادامو باغونه لري، خو د کال په لومړيو کې، هغه وخت چې بادام په ګل کې وو، یخ ووهل او د حاصلاتو اندازه يې نږدې نيمايي ته راټيټه شوه.

نوموړی وايي، چې دولت او مرستندویه ټولنې باید د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړي، د باغونو او زراعتي سیستم په بیارغونه کې دې ورسره پوره مرسته وکړي.

د کلات ښار د ترنک سیمې یو ځمکوال غلام سخي هم وايي، چې د دوى د انګورو حاصلات سخت زیانمن شوي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته په خبرو کې وويل، کله چې د اوړي په موسم کې انګور پاخه شول، بارانونه پرې وشول او ټول يې وراسته کړل.

هغه وايي، چې خراب شوي انګور د ممیز کېدو وړ نه وو او کوم چې ممیز شوي، هغه ټول تور شول او اوس هېڅ بازار نه لري.

د ده په خبره، چې له یوې خوا تېرو وچکالیو د دوى زراعت سخت اغېزمن کړى او بل سږ کال طبيعي افتونو هم ډېر زيان ورته اړولى دى.

د زابل د کرنې ریاست چارواکي هم وايي، چې سږ کال په زابل کې کرنیز حاصلات کم او له امله يې بزګران او ځمکوال له اقتصادي ستونزې سره مخ شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست رییس بسم الله حریفال پژواک اژانس ته د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، چې د کرنيزو حاصلاتو په اړه د خلکو شکایتونه پر ځای دي.

نوموړی وویل: ((یقیناً، سږ کال نه یواځې د زابل په شینکۍ ولسوالۍ، بلکې د زابل په ټولو سیمو کې حاصلات کم شوي او د تېر کال په پرتله موږ ویلاى شو، چې کرنيز حاصلات له ۳۰ تر ۳۵ سلنې لږ شوي دي.))

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسو له زیانمنو سره څه مرسته کړې او کنه؟ وویل، چې هومره مرسته ورسره نه ده شوې، څومره چې لازمه وه، خو بیا يې هم ورته د مرضونو ضد دواګاني، د باغونو د روزلو تخنیکي وسایل، کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه ورکړي دي.

د کرنې رییس وايي، چې په کابل کې یې د کرنې وزارت او په هېواد کې نورو مرستندویه موسسو ته هم غوښتنلیکونه ورکړي، تر څو په دې اړه د دوى له ریاست او د زابل له خلکو سره مرسته وکړي.

زابل د هېواد په سوېل کې پروت نسبتاً نا امنه ولایت دی، چې شاوخوا ۷۰سلنه خلک یې په کرنه بوخت دي او تېرو څو کلونو وچکالیو د دغه ولایت زراعت ته سخت زیان اړولى او د نا امنیو له امله په ډېرى ولسوالیو کې د زراعت په برخه کې پرمختیايي پروژې یا خو بېخي نه دې عملي شوې او یا هم د ګوتو په شمېر شوې، خو په ښکاره ډول یې مهمې اغېزې نه دې لرلې.  

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.