کابل (پژواک ١٣ لېندۍ ٩٠): د عامې روغتيا وزارت د ٦٠ سلنې بوديجې په لګولو سره تر ټولو زياته پراختيايي بوديجه لګولې، خو د بهرنيو چارو وزارت په ګډون څلورو ادارو تر اوسه هېڅ پراختيايي بوديجه نه ده لګولې.
د ماليې وزارت وياند عزيز شمس د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته د ور رسېدلو راپورونو له مخې، تر دې دمه د سږ کال د ټولې ٧٤ ميليارد افغانيو پراختيايي بوديجې ٣٠ سلنه لګول شوې ده.
خو شمس وايي، کېداى شي د کال تر ورستيو دا سلنه ډېره لوړه ولاړه شي؛ ځکه چې د ډېرو پراختيايي پروژو لګښتونه د کال په پاى کې ورکول کېږي.
ده وويل، چې د ماليې وزارت ته د رسېدلي راپور له مخې د عامې روغتيا وزارت د ليندۍ تر ١٣ مې، د خپلې ٧،٣ميليارده پراختيايي بوديجې ٦٠سلنه لګولې او د پراختيايي بوديجې د لګولو له مخې د ټولو وزارتونو په سر کې راځي.
سرچينه زياتوي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دويم وزارت دى، چې له خپلې څه باندې يو ميليارد او ٨٠٠ ميلونه افغانيو پراختيايي بوديجې څخه يې ٥٧ سلنه لګولې ده.
خو شمس وويل، چې له ماليې وزارت څخه د ورغلو راپورنو له مخې، د بهرنيو چارو وزارت، د اتومي انرژۍ عالي کمېسيون، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د جيوديزي او کارتو ګرافي رياست تر اوسه له پراختيايي بوديجو څخه لګښت نه لري.
د ده د معلوماتو له مخې، د بهرنيو چارو وزارت څه باندې ٥٨٨ ميليونه افغانۍ، د اتومي انرژۍ عالي کمېسيون څه باندى دوه ميليونه افغانۍ، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره څه باندې ٢٣ ميليونه افغانۍ او د جيوديزي او کارتو ګرافي رياست څه باندې ١٦٤ ميليونه افغانۍ پراختيايي بوديجې لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ او ملي دفاع وزارتونو، د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت، د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا)، د اداري فساد پر وړاندې د ستراتيژۍ پر پلې کولو د څار ادارې او د چاپېريال ساتنې خپلواکې ادارې تر اوسه له ٧سلنې څخه د کمې پراختيايي بوديجې په لګولو سره تر پاتې نورو وزارتونو او ادارو لږ پراختيايي بوديجه لګولې ده.
د ټولو بوديجوي واحدونو د روان کال پراختيايي بوديجه او د لګښت کچه يې دلته وګورئ!
د ماليې وزارت وياند د وزارتونو ټيټه وړتيا، د بوديجې د تصويب ځنډ، امنيتي ستونزې، د بهرنيو سرچينو له خوا پر وخت د پروژو نه تمويل، په ولايتونو کې د امکاناتو د کچې ټيټوالى، له حکومت سره د موازي بهرنيو ادارو شتون او د ملي شورا له خوا د وزارتونو پر کړنو د څار کموالى د بوديجې د لږ لګېدو لاملونه بولي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستياله تمنا فرامرز دا مني، چې تر اوسه يې پراختيايي بوديجه نه ده لګولې، خو وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت د نورو وزارتونو په څېر، پراختيايي پروژې نه لري.
ده زياته کړه: ((د بهرنيو چارو د وزارت پراختيايي بوديجه هم چې په پام کې نيول کېږي، هغه د يوشمېر مقطعي فرصتونو لپاره وي.))
د سرچينې په وينا، په بهرنيو هېوادونو کې د سفارتونو رغول او نوې ودانۍ جوړول او يا هم په خپله مرکز کې ځينې ودانيزې چارې هغه څه دي، چې پراختيايي بوديجه ورباندې لګول کېږي.
هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، تر لاس لاندې پروګرامونو ته په پام سره به دغه وزارت د روان کال تر وروستيو خپله ٧٥ سلنه پراختيايي بوديجه ولګوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت تخنيکي مرستيال انجنير بريالى حسام د اړوند چارو د پرمخ بيولو لپاره پرله پسې هڅې، د پروژو د پلې کولو لپاره د کره او موثر پلان جوړول، په منظم ډول د تدارکاتو ترسره کول او پر خپل وخت داوطلبۍ ته د پروژو وړاندې کول، د پراختيايي بوديجې د پر وخت لګېدو لاملونه بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو تېره ورځ د هغو وزيرانو په استيضاح ټينګار وکړ، چې د اړوند وزارتونو د پراختيايي بوديجې نيمايي هم نه ده لګولې.
تېره ورځ په دې اړه وروسته له هغه په ولسي جرګې که بحثونه وشول، چې د دې جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون د ١٣٨٩ قطعيه (د بوديجې قطعې حساب) د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د پراختيايي بوديجې ٣٩ سلنه لګول شوې وه.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالباقي بڼوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مسلکي کدرونو او کاري وړتيا کموالى د دې لامل شوى، چې پراختيايي بوديجه بشپړه نه ده لګول شوې.
ده وويل: ((که زما په زړه واى، تر هغه مې معاش نه ورکاوه، چې خپله انکشافي بوديجه يې نه واى مصرف کړې.))
د ده په اند، د دې ستونزې د حل لار دا ده، چې کار اهل کار ته وسپارل شي.
دى وايي: ((نظام دومره ککړ شوى، چې په بيلدوزر هم نه پاکېږي، جارو خو لا پرېږده.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP