کابل (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو عمومي قوماندان د نړيوالې ټولنې ستاينه وکړه، چې په بُن کنفرانس کې يې افغانانو سره د اوږد مهاله همکاريو ژمنې وکړې.
د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون پرون په جرمني کې ترسره شو.
په دې کنفرانس کې نړيوالې ټولنې ژمنه وکړه، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دوى به لس کاله نور هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن، د بن کنفرانس په برياليتوب ترسره کېدو سره، د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې ته مبارکي ورکړې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې د جنرال الن له خولې ليکل شوي، چې د بُن کنفرانس ګډونوالو د افغانستان لپاره د يوه ښه، باثباته او بډاى راتلونکي انتخاب وکړ.
هغه دغه راز د نړيوالې ټولنې ستاينه هم کړې، چې د بُن کنفرانس يې په برياليتوب ترسره کړ او افغانستان سره يې د خپلو اوږد مهالو همکاريو ژمنې تکرار کړې.