مزارشريف (پژواك د ليندۍ ۱۵مه، ۹۰) : په مزارشريف كې د عاشورا ورځ د نمانځنې په ترڅ كې د بلخ پوهنتون د محصلينو تر منځ د اخ و ډب له امله يو پوليس او يو شمېر محصلين ټپيان شول.
نن (د ليندۍ ۱۵مه) د مزارشريف ښار له بېلا بېلو څنډو په زرګونو عزاداران په دغه ښار كې د حضرت علي كرم الله وجهه روضې ته ډلې ډلې د عاشوار ورځې د نمانځنې په موخه راغلي وو.
دغه ډلې چې ډېرى پكې ځوانان (هلكان او نجونې) وې، تورې جامې يې پر تن او پر تندي يې شنې او سپينې ټوټې لګولې وې، چې د يا حسين، يا اوابولفضل او … ليكل پرې شوي وو.
په څو ساعتونو كې د خلكو شمېر زرګونو تنو ته ورسېد او د يوې سترې غونډې په ترسره كولو پاى ته ورسېد.
د غونډې ويناوالو د عاشوار د ورځ مباركي ويله او د امام حسين رضى الله عنه د لارې لارويان ځانونه ګڼل، چې د ګډونوالو لخوا به په شعارونو بدرګه كېدل.
په بلخ کې داخوت اسلامي مشر مولوي محم شاه عادلي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د عاشورا ورځ په اسلام كې ځانګړى ارزښت لري او ټول مسلمانان بايد دغه ورځ د وېر د ورځې په توګه بدرګه كړي.
نوموړي ګډونوالو ته سوګند وركوه، چې په هر حال كې بايد د عاشورا ورځ ونمانځل شي او د امام حسين او امام حسن لاره پرې نه ږدي.
خو په همدې ورځ په بلخ پوهنتون كې د محصلينو تر منځ د عاشورا ورځې د نمانځنې پر سر اخ و ډب پورته شو، چې يو پوليسو او ۶ محصلين پكې ټپيان شول.
بلخ پوهنتون له سلګونو ننوتو عزادارو څخه يو تن سيد علي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوى د پوهنتون د ليلې په مسجد كې د عاشورا ورځ نمانځله او سني مذهبه محصلينو يې مخنيوى وكړ.
نوموړي زياته كړه: ((دوى موږ نه پرېښودو، چې سينه زني وكړو ويل يې چې دا په اسلام كې ناروا عمل دى، نو ځكه لانجه پورته شوه.))
خو د دغه پوهنتون د محصلينو د اتحاديې يو مشر اننجينر امان الله پژواك ته وويل، چې دوى له اهل تشيع محصلينو څخه غوښتي، چې هېڅ داسې عمل به په مسجد كې نه تر سره كوي، چې د سني مذهبه محصلينو احساسات راوپاروي.
نوموړي زياته كړه: ((سهار مهال يو محصل له بوټونو سره مسجد ته ننوت او ناڅاپه يې احساساتي ډول په سينه زني پيل وكړ.))
د هغه په وينا مسجد له بوټونو سره د ننوتل د نورو مجصلينو احساسات وپارول او اخ و ډب ونښت.
امان الله وويل، چې د اخ و ډب په ترڅ كې شپږ محصلين او يو پوليس ټپي شو.
د دغه ولايت امنيتي ځواكونه هم د پېښې پخلى كوي.
په مزارشريف كې د شمال زون د پوليسو د عمومي قومندانۍ ۳۰۳ پامير زون وياند لال محمد احمدزي پژواك ته وويل، چې دم ګړى په پوهنتون كې حالت نورمال دى.
نوموړي زياته كړه، چې پېښه كې د اخ و ډب له امله د دويمې حوزې معاون او يو شمېر محصلين ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په همدې ورځ د مزارشريف ښار په الكوزي څلور لارې كې د يوې چاودنې له امله ۴ كسان ووژل شول دوه پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او اوولس عام وګړي ټپيان شول.