مزار شريف (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې نن غرمه په شوې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
دا چاودنه نن د ليندۍ په ١٥مه، د مزار شريف ښار د الکوزي په څلورلارې کې نن غرمه په شاوخوا دولسو بجو وشوه.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرووف تاج، د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د يوه بايسکل په وسيله شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه بوجۍ کې د ګازرو په منځ کې ځاى پر ځاى شوي وو او بيا د بايسکل په وسيله لېږدول کېدل.
تاج وايي، چې د لېږد پر مهال په دې بايسکل کې چاودنه شوې، چې له امله يې د بايسکل لېږدوونکى او دوه نور عام وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
خو د عين الله الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ده په خپلو سترګو څلور مړي وليدل.
دى وايي چې کېداى شي دا ځانمرګى بريد وي.
عين الله ادعا وکړه، چې په دې چاودنه کې ملي اردو او پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو رسمي سرچينو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د مزار شريف د ملکي روغتون رييس ډاکټر غوث الدين انوري پژواک اژانس ته وويل، چې روغتون ته يې څلور مړي او ٢٠ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې دوه پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او د دوو ماشومانو په ګډون ١٧ تنه نور ټول عام وګړي دي.
نوموړي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله؛ خو زياته يې کړه، چې په روغتون کې يې ټول ډاکټران د ټپيانو درملنې ته موظف کړي دي.
له دې چاودنې وروسته، په ښار کې يو ډول ګډوډي رامنځ ته شوې او خلک د تېښتې په حال کې دي.
دا چاودنه په داسې حال کې، چې د عاشورا د لمانځلو په موخه د مزار شريف ښار ډېرې ﻻرې بندې او کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.