لښکرګاه (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د هلمند ولايت چارواکو په بېلا بېلو عملياتو کې د ١٢ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات تېره ورځ د سنګين ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د سنګين ولسوالۍ د اسحاقزو او باركزو ترمنځ سيمه كې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې، چې د مخالفينو پر يوه پټنځاى ترسره شو، درې طالبان وژل شوي او يو تن يې په ټپي حالت کې ژوندى نيول شوى دى.
خبرپاڼه کې کاږي، چې په همدې ورځ د دې ولسوالۍ د ترمې او خماري په سيمه كې د ايساف ځواكونو په يوه بل هوايي بريد كې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د هلمند ولايت مقام په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې پرون د سنګين ولسوالۍ د کلاى ګز په سيمه کې درې وسله وال طالبان د ګډو ځواکونو له خوا د ځمکنيو عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په يادو شويو عملياتو کې عامو وګړو او ګډو ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
بل خوا وسله والو طالبانو هم، د هلمند ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د بريدونو او چاودنو په ترڅ کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.
خو رسمي سرچينو دغه ادعاوې نه دي تاييد کړي.