Language

نن په هېواد کې د امام حسين (رض) د شهادت کليزه لمانځل کېږي

کابل ښار (پژواک ١٥ليندۍ ٩٠): نن د امام حسين (رضي الله عنه) د شهادت د ورځې له کليزې سره سمون لري، چې په کابل او ولاياتو کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

د حضرت محمد (صلى الله عليه و سلم) لمسى امام حسين او ٧٢ ياران يې د ٦١ هجري قمري کال د محرم الحرام په لسمه نېټه، د عراق په کربلا دښته کې د يزيد له خوا په شهادت ورسېدل.

د عاشورا (د محرم الحرام لسمه) ورځ هر کال د مرکز او ولاياتو په تکيه خانو کې د ښځو او سړيو په ګډون لمانځل کېږي او په جوماتونو کې د قران مجيد ختمونه ترسره کېږي.

اهل تشيع او تسنن دا ورځ د قران کريم په ختمونو، خيراتونو او بيانيو په ترڅ کې لمانځي، چې په څنګ کې يې اهل تشيع د تورو جامو اغوستل او د سينه وهنې مراسم هم ترسره کوي.

د دواړو مذهبونو عالمان، نن په تکيه خانو او جوماتونو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د يزيد پر وړاندې د حسين (رض) او د هغه د يارانو د ځوانمردۍ او مېړانې ستاينه کوي او په دې اړه د خلکو ذهنونه روښانوي.

په داسې حال کې چې د اهل تشيع يو شمېر پلويان د محرم په اوومه، نهمه او لسمه ورځ د زنځير وهلو مراسم ترسره کوي؛ خو د اهل تشيع ځينې عالمان زنځير وهل په داسې حال کې چې وينه تويه او يا هم بدن تور شي، حرام ګڼي.

په دې ورځو کې د اهل تشيع پيروان په څلورلارو او د سړک په غاړو کې غرفې جوړوي او په خلکو چاى او شيدې وېشي.

همدارنګه هغوى پر خپلو موټرو تورې ټوټې لګوي او په سړکونو کې تګ راتګ کوي.

له بل پلوه، امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د محرم الحرام له ورځې څخه د لمانځلو په موخه ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.

امنيتي مسوولين وايي، هغه سيمې چې له دې ورځې څخه په کې د لمانځلو مراسم ترسره کېږي، د امنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې دي او دا ځواکونه د احضاراتو په حال کې دي.

هغوى وايي، په تکيه خانو، جوماتونو او يو شمېر نورو هغو سيمو کې چې د خلکو د راټولېدو ځايونه دي، د امنيت په ټينګښت يې بوخت دي او هڅه کوي، څو خلک په ښه فضا کې د محرم الحرام لسمه ولمانځي.