ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اته تنه شکمن له  حقاني ډلې سره د تړاو په تور ونيول شول

اته تنه شکمن له حقاني ډلې سره د تړاو په تور ونيول شول

author avatar
7 Dec 2011 - 15:51
اته تنه شکمن له  حقاني ډلې سره د تړاو په تور ونيول شول
author avatar
7 Dec 2011 - 15:51

ګردېز(پژواک ۱۶ ليندۍ ۹۰): د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې بهرنيو او کورنيو ځواکونو اته شکمن کسان له  حقاني ډلې سره د تړاو په تور نيولي دي.

د ايساف ځواکونو له خوا نن د (ليندۍ په  ١٤مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات يې تېره شپه له افغان ځواکونو سره يو ځاى د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي کسان د جلال الدين حقاني له ډلې سره تړاو لري او په سيمه کې يې پر افغان او بهرنيو ځواکونو په بريدونو او د ماينونو په خښولو کې لاس درلود.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون هم د دې پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې د نيول شويو کسانو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د هغه په وينا، په نيول شويو کسانو  تور دى، چې په سيمه کې يې په ورانکاره کړنو کې لاس درلود، خو جزييات به يې له څېړنو وروسته په ډاګه شي.

خو د پکتيا د ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوي کسان ملکي وګړي دي او له وسله والو مخالفينو سره يې لاس نه درلود.

د هغه په وينا، نيول شوي کسان د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند دي او په څمکنيو کې مېشت وو، چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د عملياتو پرمهال نيول شوي دي.

نوموړي وويل، چې د سيمې قومي مشرانو له دوى سره په دې اړه اړيکې نيولي او ورته ويلي يې دي، چې ياد کسان د دولت له وسله والو مخالفينو سره هېڅ اړيکې نه لري.

د يادونې ده، چې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې شاوخوا شل تنه له حقاني ډلې سره د تړاو په تور د څمکنيو په ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.