ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزی: د عاشورا د ورځې ځانمرګى بريد به په جدي ډول وڅېړل شي

حامدکرزی: د عاشورا د ورځې ځانمرګى بريد به په جدي ډول وڅېړل شي

کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د عاشورا د ورځې د ځانمرګي بريد له ټپيانو سره په ليدنه کې وويل، چې دغه بريد به په جدي ډول وڅېړل شي.

په هغه ځانمرګي بريد کې، چې د ليندۍ په ١٥مه د کابل ښار د دويمې حوزې اړوند د ابوالفضل زيارت ته څېرمه د عاشورا د ورځې د ماتم کوونکو په منځ کې وشو، په کې د يوه بهرني وګړي په ګډون ٦٠ تنه ووژل شول او ١٩٣ نور ټپيان شول.

ولسمشر کرزي د دغه ځانمرګي بريد له امله، انګليستان هېواد ته خپل سفر لغوه کړ او بېرته هېواد ته راستون شو.

ولسمشر حامد کرزي د کابل په ايمرجنسي روغتون کې د دغه بريد له ټپيانو سره د ليدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې له پاکستان سره يې د دغه بريد په اړه خبرې کړې او په جدي ډول به يې پايلې وڅېړي.

هغه څرګنده کړه، چې د دغه بريد مسووليت د لښکر جهنګوي ډلې پرغاړه اخيستى او په دې اړه به له پاکستان سره خبرې وکړي.

کرزي زياته کړه: “په يوه مذهبي ورځ (د عاشورا ورځ) دغه ډول کړنه ترسره کول له اسلام، بشريت او افغانستان سره دښمني ده.”

ولسمشر په ټينګار سره وويل، چې په دې پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، د بريد کوونکو ځاى هم معلوم دى او پرې به يې نه ږدي.

د ولسمشر په وينا، د پاکستان د جهنګوي ډلې د هند د ممبيي ښار په تروريستي بريدونو کې هم لاس درلود.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.