Language

يو شمېر افغانان د عاشورا ورځې په بريدونو کې د پاکستان لاس بولي

کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): ډېر شمېر افغانان په دې اند دي، چې د عاشورا ورځې په بريدونو کې د پاکستان د استخباراتو لاس و او غواړي، چې په دغه ډول په افغانستان کې مذهبي تفرقه رامنځته کړي.

يوه ځانمرګي بريد کوونکي پرون (د ليندۍ ١٥مه) غرمه مهال د کابل د مرادخانې په سيمه کې د ابوالفضل زيارت ترڅنګ د اهل تشيع عزادارانو په منځ کې ځان والوځاوه.

د کورنيو چازو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۵۵ تنه ووژل شول او له ۱۳۴ زيات ټپيان دي، خو ځينې نورې سرچينې د وژل شويو شمېره ٦٠ او د ټپيانو له ١٦٠ څخه زياته ښيي.

دغه راز پرون په مزار شريف ښار کې هم ځانمرګی بريد وشو، چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او له ۲۰ زيات ټپيان شول.

د نورستان د واما ولسوالۍ يو قومي مشر محمد ظاهر شامي په کابل او مزار شريف کې د عاشورا ورځې پر مراسمو بريدونه په کلکه وغندل او دا يې د پاکستان د استخباراتو کار وباله.

د هغه په وينا، پاکستان له يوې خوا د افغان دولت وسله وال مخالفين روزي او له بلې خوا اوس غواړي، چې په افغانستان کې مذهبي مخالفتونو ته لمن ووهي.

شامي زياته کړه: ((په افغانستان کې شيعه او سني ولسونه ګډ ژوند کوي او يو ځاى دندې ترسره کوي او له دې مخکې په دې برخه د دوى تر منځ هېڅ مخالفت نه و رامنځته شوى.))

نوموړي له علماوو وغوښتل، چې د جوماتونو او تکيه خانو له لارې عامه پوهاوى ډېر کړي او پرې نه ږدي، چې په هېواد کې د شيعه او سني مخالفتونو ته زمينه برابره شي.

د جلال اباد ښار يو هټۍ وال حشمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د پاکستان سخت دريځ ګوندونه غواړي، چې له خپل دولت سره سوله وکړي او په افغانستان کې د مذهبي اختلافاتو په پيداکولو سره جګړه نوره هم توده کړي، تر څو خپل فعاليتونه په افغانستان کې تنظيم کړي.

د دغه ښار يو بل هټۍ وال حاجي ابراهيم وايي، چې اسلام او بشريت د دغه ډول بريدونو اجازه نه ورکوي.

نوموړي وويل، چې شيعه ګان د افغانستان د وجود يوه برخه ده او د دغو پېښو عاملين له اسلام او افغانيت څخه ناخبره دي.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د قومي شورا مشر حاجي شامرد خان پژواک اژانس ته وويل، چې د پاکستان لښکر جنګوى په څرګنده د دغو پېښو مسووليت پر غاړه اخيستى او دا يې ښکاره ثبوت دى، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې پلوى نه دى.

د هغه په وينا، پاکستان د افغانستان علما او سپين ږيري وژني او د بن په کنفرانس کې يې هم ګډون ونه کړ.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو پېښو له امله د لغمان په خلکو کې وير ګډ دى.

د کونړ د اسعداباد ښار يو ديني عالم مولوي نجيب الله حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې د د علماوو شورا او خلک يې د بې ګناه خلکو وژنه غندي او سخت پرې خواشيني دي.

نوموړي د عاشورا په مراسمو کې د امنيتي ځواکونو پلان نيمګړى وباله.

مولوي حقيار وويل، چې د مراد خانې د ابوالفضل تر زيارت پورې د ځانمرګي رارسوونکي دې امنيتي ارګانونه پيدا کړي او بايد د اعدام پر سزا دې ورسوي.

د بلخ ولايت اوسېدونكي هم وايي، چې د عاشورا پر ورځ بريدونه يو لوى ناورين و او تر ډېره په کې د بهرنيو هېوادونو لاس دى.

د مزارشريف اوسېدونكي سيدتقي پژواك اژانس ته وويل، چې په دې ورځ بريدونه دا په ډاګه کوي، چې د افغانستان جګړه اسلامي اړخ نه لري او نور لاملونه يې دي.

د هغه په وينا، د عاشوار ورځ، چې هر ډول لمانځل کېږي، دا بېل بحث دى، خو ولې په کې د بې ګناه خلکو وينه تويه شوه.

د ده په خبره، د افغان دولت د استخباراتو كمزوري او د بهرنيو هېوادونو لاسوهنو، د عاشوار ورځ پر وينو رنګ كړه.

دغه راز د مزار شريف اړوند د دشت شور سيمې اوسېدونكي عبدالنافع وويل، چې له دې وروسته بايد افغانان په خپل منځ کې ټولې فاصلې له منځه يوسي او د يو افغان په نوم سره راټول شي.

نوموړي زياته كړه، چې د عاشورا د ورځې پېښې دا ثابتوي، چې لا هم ځينې بهرنۍ كړۍ د كورنيو لاسپوڅو په مرسته د افغانانو تر منځ درز پيدا كوي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواكونه به خپل مسووليتونه ترسره کوي، خو دا ډول پېښې بايد د افغانانو تر منځ د واټن پيدا كولو پر ځاى فاصلې لنډې كړي.

نافع وويل: ((د رسنيو له لارې مې واورېدل، چې د كابل په پېښه كې د پاكستان د كومې وسله والې شبكې لاس و، نو دا په ډاګه كوي، چې دغه هېواد زموږ دوست نه، بلكې ستر دښمن دى.))

د کابل ښار د دهمزنګ د سيمې اوسېدونکي انجنير صبغت الله سکندري پژواک اژانس ته وويل، چې په کابل کې پرونى بريد يو وحشيانه او غير انساني کړنه وه.

هغه وايي: ((دا يو بې همته کار و، د افغانستان دښمنان غواړي د افغانانو په منځ کې نفاق واچوي.))

د ده په وينا، دغه کار په پاکستان کې د افراطي ډلې له خوا شوى، چې پاکستان او په کې مېشتې افراطي ډلې نه غواړي، په افغانستان کې سوله رامنځته شي.

د کابل ښار د دشت برچې اوسېدونکې زحل هم ورته نظر لري او وايي، چې دغه ډول بريدونه کومه اسلامي توجيه نه لري او دغه کار د اسلام او انسانيت له مخې ناروا دى.

هغه زياتوي: ((په افغانستان دغه لومړى ځل دى، چې د امام حسين (رض) د عزادارۍ پر مراسمو بريدونه ترسره کېږي او دغه کار د پاکستان له خوا شوى دى.))

د دې په وينا، ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان هېڅ وخت يو سوله ييز افغانستان نه شي زغملاى او په دې سره غواړي د افغانانو په منځ کې مذهبي تفرقې او اختلاف ته لمن ووهي.

د کابل ښار د قلعه واحد اوسېدونکي فيصل ستانکزي پر ياده پېښه خواشيني ښيي او وايي، چې په دومره شمېر عزاداران بايد په يوځاى نه واى راټول شوي.

هغه زياتوي: ((د هېواد امنيتي حالاتو ته په کتو سره بايد په دومره ازادانه ډول دوى د سړکونو سر ته نه واى راوتلي.))

نوموړي وويل، چې که بيا هم دوى راوتلاى، نو بايد مخکې له مخکې يې د ځان د امنيت د ساتلو په اړه فکر کړى واى.

د بغلان د مرکز پلخمري اړوند د بمبه کلي اوسېدونکي ارباب جمعه پژواک اژانس ته وويل، چې دا کړنه يوه ناروا او غير انساني او اسلامي وه، چې د ده په ګومان په دې کې د پاکستان د استخباراتو لاس و.

د هغه په وينا، پاکستان غواړي، په دې ډول په افغانستان کې مذهبي تفرقې ته لمن ووهي او له حالاتو غلطه ګټه پورته کړي.

نوموړي وويل، چې دولت بايد دا قضيه تر جدي څېړنې لاندې ونيسي، عاملين دې پيدا او په سزا دې ورسوي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د خلکو د شورا استازي محمدقاسم هم په دغو بريدونو کې د پاکستان لاس وباله او زياته يې کړه، چې پاکستان په ډېره بې صبرۍ په افغانستان کې مذهبي جګړو ته انتظار باسي.

ده وويل، چې پاکستان غواړي له دغو بريدونو څخه د ځان په ګټه کار واخلي او تېرې کورنۍ جګړې په افغانستان کې يو ځل بيا رامنځته کړي.

د هرات پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد عبدالرحيم رحيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د عاشوار پر ورځ بريدونه، ډېر بد او ناوړه کار ترسره شو.

د هغه وويل: ((د صدر اسلام په زمانه کې په خپله مشرکينو د دغې ورځې احترام کاوه او په دې ورځ به يې هېڅ تاوتريخوالى نه کاوه.))

نوموړي هم له دولت څخه وغوښتل، څومره ژر چې کېږي بايد د دې پېښو عاملين ونيسي.

د هرات ښار اوسېدونکى فرهاد وايي، چې دا پديده له پاکستان څخه د افغانستان پر لورې راځي او د مذهبونو تر منځ ستونزې راپيدا کوي.

هغه وويل، چې په پاکستان کې هر کال د مذهبونو تر منځ د اختلافونو له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي، خو په افغانستان کې دغه لومړى ځل دى.

پژواک خبري ډله