Language

په سنګين کې د ماين چاودنې ١٩ عام وګړي ووژل

لښکرګاه ( پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠ ): د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٩ عام وګړي ووژل شول.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په ١١ بجو رامنځته شوه.

هغه زياته کړه ، دملکي وګړيو يو موټر ، چې له لښکرګاه څخه سنګين ولسوالۍ ته روان و، پر لاره د وسلوالو طالبانو لخوا پر يوه ځاى پر ځاى شوي ماين  وربرابر شو .

احمدي وايي چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٩  عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې ټپيان په سيمه کې دايساف ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics