ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د لښکر جنګوي په اړه د ولسمشرکرزي د خبرو ملاتړ وکړ

امريکا د لښکر جنګوي په اړه د ولسمشرکرزي د خبرو ملاتړ وکړ

author avatar
8 Dec 2011 - 17:09
امريکا د لښکر جنګوي په اړه د ولسمشرکرزي د خبرو ملاتړ وکړ
author avatar
8 Dec 2011 - 17:09

واشنګټن (پژواک١٧ليندۍ٩٠): د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د چهارشنبې په ورځ د کابل او مزارشريف ځانمرګي بريدونه په کلکه وغندل او امريکا د لښکر جنګوي پر خلاف د افغان ولسمشر د خبرو ملاتړ وکړ.

وړمه ورځ په کابل کې د ابوالفضل په نامه زيارت ته څېرمه، چې زيات شمېر شيعه ماتم کوونکي د محرم د لسمې (عاشورا) د ورځې د وير پر مراسمو بوخت وو، ځانمرګى بريد وشو او له امله يې د يو کوريايي الاصله امريکايي په ګډون ٦٠ تنه ووژل شول او ١٩٣ نور ټپيان شول.

د ياد بريد مسووليت په پاکستان کې د جنګوي لښکر په نوم يوې وسله والې ډلې، چې نږدې له دوو لسيزو را هيسې د شيعه مذهبو پر ضد وسله وال فعاليت لري، پر غاړه اخيستى دى.

ولسمشر کرزي د پېښې له ټپيانو څخه د کتنې پر مهال تېره ورځ رسنيو ته وويل، دا چې تورن کسان په پاکستان کې دي، نو دغه قضيه به د پاکستان حکومت ته وړاندې کوي او په جدي ډول به يې څېړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر وويل، داسې هېڅ کومه نښه نه ليدل کېږي، چې دغه بريدونه په افغانستان کې له فرقه ييز اختلافاتو سره اړيکه ولري.

ټونر زياته کړه، چې لښکر جنګوي په نورو ورته پېښو کې هم لاس لري.

ياده ډله تر دې وړاندې د امريکا د متحده ايالتونو له خوا د بهرني تروريستي ډلې په توګه پېژندل شوې، چې د شيعه ګانو پر ضد بريدونه کوي.

ټونر زياته کړه: ((دا ډله په پاکستان هم د ډېرو بريدونو مسووله ده، نو له همدې امله د دواړو هېوادونو لپاره يو ګواښ دى او د ا دقيقاً د هغو سازمانونو له ډلې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو، چې په خپله خاوره کې له دا شان تروريستي او افراطي ډلو سره مبارزه ګړندۍ کړي.))

ټونر د جنګوي په څېر د وسله والو ډلو پر وړاندې په ګډه مبارزه کې د نړيوالې ټولنې تر منځ په همغږۍ ټينګار وکړ او ويې وويل: ((موږ د بريد د پلان او ترسره کولو له ټولو جزئياتو معلومات نه لرو، خو موږ باور لرو، چې د افغانستان، پاکستان او د ايساف له لارې د نړيوالې ټولنې تر منځ د شته همکارۍ او همغږۍ دوام او زياتوالى کولاى شي، په دې برخه کې مرسته وکړي.))

په همدغه حال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په خپله ناسته کې په کابل او مزار شريف کې بريدونه د کرکې زېږوونکي بللي او په کلکو ټکو يې غندلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير او د امنيت شورا مياشتني مشر ويتالي چورکين د دغه سازمان د بيانيې د لوستو پر مهال وويل، چې ١٥ غړي هېوادونه بايد ډاډمن شي، چې د تروريزم پر وړاندې  مبارزه د نړيوال قانون په رڼا کې ترسره کېږي.

چورکين وويل: ((د امنيت شورا غړي د افغانستان له حکومت څخه غواړي، چې د بريد مسوولين محکمې ته راکش کړي.))

د امنيت شورا ټينګار وکړ، چې ترهګري په ټوله کې نړيوالې سولې او امنيت ته ګواښ دى او هر ډول ترهګريز عمل، چې څوک يې په هره انګېزه ترسره کوي او يايې په هر وخت او هرځاى کې کوي، جنايت او د توجيه وړ نه دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.