ميدان ښار (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٠): د ميدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د ليندۍ په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې د جلرېز ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د هغه په وينا، ددغې ودانۍ چارې په ياد ولايت کې د مېشتو ايساف ځواکونو له خوا د ١،٧ ميليونه ډالرو په لګښت د تېرو لسو مياشتو په اوږدو کې بشپړې شوې.
نوموړي وويل، چې ياده ودانۍ په درې جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې ٣٠ خونې، د اوبو او برېښنا سيستم او نور اړين ملحقات لري.
شاهد زياته کړه، چې له دې مخکې د جلرېز امنيه قوماندانۍ ځانګړې ودانۍ نه درلوده، چې له دې سره به په سيمه کې امنيتي پرسونل زيات شي او پر امنيتي حالت به زيات اغېز ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP