بروکسل(پژواک دليندۍ ١٧مه ٩٠): دناټو سکرترجنرال وايي،چې د افغان ځواکونو تمويل يواځې دناټو پورې اړه نه لري،بايد نړيواله ټولنه هم اړينه همکاري وکړي.
د ناټو سکرترجنرال اندرس فوګ راسموسن Anders Fogh Rasmussen ،چې دناټو دبهرنيو چارو وزيرانو د دوه ورځينۍ ناستې په پاى کې يې خبرې کولى زياته کړه: (( موږ نه غواړو چې افغانستان يوځل بيا د کورنيو جګړو قرباني شي.))
دناټو دبهرنيوچارو وزيرانو دوه ورځينۍ ناسته پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل ښار کې پيل او نن له غرمې وروسته د بلجيم په وخت٢ بجې سرته ورسېده.
د پژواک خبري اژانس له لوري استول شوي خبريال نن(دليندۍ ١٧مه) له بروکسل ښار څخه راپور ورکړ ،چې راسموسن دافغاني ځواکونو روزنه او ملاتړ اساسي ګڼلى او زياته يې کړه،چې ناټوبه د افغانستان دبدلون د لسيزې په جريان کې ( د ٢٠١٥ او ٢٠٢٤ کلنو ترمنځ) پورې ترډېره بريده دافغان ځواکونو روزلو ته پام واړوي.
هغه زياته کړه،افغان امنيتي ځواکونه چې دناټو په همکارۍ تمويل، سنبال او روزل کېږي، يو دفاعى ځواک به وي.
دناټو سکرترجنرال دامريکا په شيکاګوکې د ناټو دسرمشريزې په اړه يادونه وکړه او ويې ويل،چې افغانستان به ددې ناستې اصلي موضوع وي.
اټکل کېږي،چې دناتو سرمشريزه د راتلونکي کال دمې په مياشت کې دامريکا د شيکاګو په ښار کې جوړه شي او له افغانستان سره دناټو د اوږدمهالي ملاتړ ميکانيزم په کې وټاکل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP