Language

پاکستان په کابل، مزار او کندهار کې شوي بريدونه وغندل

کابل(پژواک،١٧ليندۍ٩٠) : پاکستان په کابل، مزار شريف او کندهار کې د عاشورا په ورځ شوى ځانمرګى بريد او چاودنې  غندلي او دا يې يو غير انساني عمل  بللى دى.

 په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ياد شوي بريدونه غندل شوي او د افغانستان حکومت او د بريدونو د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت ويلى دى.

 وړمه ورځ په کابل کې د ابوالفضل زيارت ته څېرمه، چې زيات شمېر خلک د محرم الحرام د لسمې (عاشورا) د ورځې د وير پر مراسمو بوخت وو، ځانمرګى بريد وشو او له امله يې د يوه بهرني په ګډون ٦٠ تنه ووژل شول او ١٩٣ نور ټپيان شول.

 همداراز په بلخ او کندهار ولايتونو کې هم په همدې ورځ د دوو بېلابېلو چاودنو له امله ٤ تنه ووژل شول او ٢٥ نور ټپيان شول.

 په کابل کې د ځانمرګي بريد مسووليت په پاکستان کې د جنګوي لښکر په نوم يوې وسله والې ډلې، چې نږدې له دوو لسيزو راهيسې د شيعه مذهبو پر ضد وسله وال فعاليت لري، پر غاړه اخيستى دى.

ولسمشر حامد کرزي د پېښې له ټپيانو څخه د کتنې پر مهال تېره ورځ وويل، دا چې تورن کسان په پاکستان کې دي، نو دغه پېښه به د پاکستان حکومت ته وړاندې کوي او په جدي ډول به يې څېړي.

 د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط رسنيو ته ويلي،چې په پاکستان کې د يادې ډلې په فعاليت بنديز لګېدلى،  خو د افغانستان له حکومت څخه هيله لري، چې په يادو بريدونو کې ددې ډلې د لاس لرلو په اړه اسناد او شواهد ورسره شريک کړي.

 دغه بريدونه دهيواد دننه او بهر کې د بېلابېلو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په کلکه غندل شوي  او د عاملينو د محاکمې غوښتنه يې شوې ده.

 د عوامي نېشل پارټۍ د رهبرۍ هيئت غړي افضل خان لالا، هم نن پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې  په افغانستان کې د عاشورا د ورځې په مراسمو باندې بريدونه په کلکه غندلي دي

 په خبرپاڼه کې د نوموړي په نقل ويل شوي ، چې د ترهګرۍ پر خلاف سيمه ييزه او نړيواله ګډه  مبارزه بايد لا پياوړې شي ، چې په وينا يې په سيمه او نړۍ کې د دغې خونړۍ پديدې ريښې له منځه يوړل شي، ترڅو خلک په سوله او نيکمرغۍ کې ژوند وکړي.