Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام(پژواک ١٧ليندۍ٩٠) : د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې ٢٥تنه د کوکنارو د کښت په تور ونيول شول .

د الينګار ولسوال سيد شريف پاچا پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه کسان نن غرمه مهال د دولسو بجو په شاوخوا کې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې ، ياد شوي ٢٥تنه د سنګر، کلمان او نورلام صاحب درې اوسېدونکي دي.

سيدشريف پاچا زياته کړه ، چې دولت څو ځلې يادو کسانو ته توصيه کړې وه ،چې په خپلو ځمکو کې نشه توکي ونه کري .

ده وويل ، چې تر هغه به ياد شوي ٢٥تنه ازاد نکړي ، ترڅو يې ، چې  قومي سپين ږيري ضمانت ونکړي .

د ولسوال په خبره، دغو کسانو په ١٥هکتاره ځمکه کې کوکنار کرلي و ، چې د پوليسو له خوا واړول شول .

د الينګار ولسوالۍ د قومي شورا رييس نورمحمدخان همت هم تاييدوي ، چې پنځه ويشت تنه د کوکنارو د کښت په تور نيول شوي دي.

ده تور پورې کړ، چې د الينګار په ولسوالۍ کې يو شمېر دولتي کارکوونکي هم شته ، چې په خپلو ځمکو کې يې کوکنار کرلي دي .

د يو بل خبر له مخې، د الينګار ولسوالۍ په ورنټا سيمه کې د نامعلومو وسله والو  له خوا بهرنيو ځواکونو ته يو تېل وړونکى ټانګر په نښه شوى ، چې په ترڅ کې يې ټانکر چلوونکي وژل شوي دي .

د الينګار ولسوال سيد شريف پاچا وايي ، چې دغه پېښه نن غرمه د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .

د دغې پېښې په اړه تراوسه طالبانو ، بهرنيو ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو څه نه دي ويلي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.