Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په يوه بله ترافيکې پېښه کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٠): د زابل ولايت اړوند د کابل–کندهار پر لويه لار په يوه ترافيکي پېښه کې اوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د زابل د والي مرستيال محمدجان رسوليار د ليندۍ په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د جلدک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، دغه پېښه د دوو مساپر وړونکو سراچه موټرو د مخامخ ټکر له امله رامنځته شوې او په کې ناستو د دواړو موټرو سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي د ټکر لامل د چلوونکو ګړندى تګ په ګوته کړ او ويې ويل، چې د پېښې ټپيان د پوليسو له خوا د کلات ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

د کلات ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل، چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان نشته.

نوموړي وويل، چې د ټپيانو له ډلې دوه يې د کندهار ولايت ته لېږدول شوي او پاتې نور د دوى تر درملنې لاندې دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د کابل-کندهار پر لويه لاره ډېرى وخت ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې خلک او چارواکي يې لامل د چلوونکو بې پروايي، ګړندى تګ او د سړک تنګوالى بولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.